د پوتین کلنی عاید څومره دی؟ د روسیې د نورو چارواکو عاید هم لیدلی شئ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
راپور: بشر درویش

د روسې د ولسمشر او هلته د نورو ډیرو عاید لرونکو اشخاصو یو تازه لیست خپور شوی دی.
د روسي رسنیو د راپورنو پر اساس ددې هیواد د ولسمشر ویلاد میرپوتین په ۲۰۱۹م کال کې د عاید اندازه تر ۹.۷ میلیونه روسي روبل رسیدلې وه. هغه وخت له تیر ۲۰۱۸ کال د عاید کچه ۱.۱ میلیون روبل زیاته وه.
د پوتین په املاکو کې کوم تغیر نه دی راغلی. هغه د ۷۷ متر مربع سره یو غټ اپارتمان لري، د ۱۸متر مربع مساحت سره یو ګیراج او همداراز دوه بې ساري د GAZ M21 موټرونه لري.

د روسې د لومړي وزیر عاید

د روسې لومړی وزیر

د روسیې لومړي وزیر میخیل میشوستین تیر کال ۱۸.۲ میلیونه روبله اعلان شوی و. د هغه میرمنې هم ۵۴.۸ میلیونه روبله عاید اعلان شوی دی.
دا دواړه ښځه او خاوند او بچیان یې په ټوله کې ۵۵۰۰ مربع متره مساحت سره ځمکه لري، ۸۶۱.۲ متره مربع مساحت سره کور او ۱۴۱.۶ متره مربع مساحت سره اپارتمان هم لري.

د کریملین د ویاند عاید

د کریملین ویاند

د روسیې د کریملین (ولسمشرۍ ماڼۍ) ویاند دمیتري پیسکوف عاید په ۲۰۱۹م کال کې ۱۴.۶ زره روبله ښودل شوی دی. په داسې حال کې چې د هغه میرمن تاتیانا نواکا ۲۳۵.۹ زره ښودل شوی دی.
دوی په روسیه کې دوه قطعه ځمکه، دوه کورونه او درې اپارتمانونه او د موټرو یو لوی تم ځای هم لري. خو د ښاغلي پیسکوف میرمن د مرسډیز بینز، او څلور څرخه موټرسایکل هم لري.
بل پلو د روسیې دفاع وزیر سیرګي شوګو په تیر ۲۰۱۹م کال کې ۱۲.۹ میلیونه عاید درلود.
د روسې ولسمشر او دفاع وزیر

همداراز د روسیې پخواني لومړي وزیر دمیتري میدویدیف او میرمن یې پروسږکال ۱۱ میلیونه روبل عاید درلود.
خو جالبه دا ده چې د روسې د صنعت وزیر ډینس مانټوروف د کریملین له ټولو چارواکو ډیر عاید درلود. د هغه عاید ۵۹۵.۲ میلیونه روبله ښودل شوی دی.
په روسیه کې د نورو چارواکو د عاید په اړه څه نه دي ویل شوي، ښکاري چې تر ټولو ډیر همدوی ویل.
ویل شوي د چارواکو د عاید اعلان ځنډیدو لامل کرونا ویروس ښودل شوی دی.
روسیه هر کال ددې هیواد چارواکو عاید اعلانوي.