لیکنه: ملیحه ناصري
هوساینه کوم ځانګړی فورمول نه لري چې زده او پلی شي. نېکمرغي پېرل کېږي نه او خواشیني پلورل کېدی نشي، نو دا ټول دروني حسونه دي چې څوک ځان پکې موندي، څوک هر څه ورسره بایلي.
- ژوند لنډ دی؛ خو دومره هم نه دی چې زموږ خوبونه یوازې د خوب په نوم پاتې شي. هڅه پکار ده او پرله پسې عملي کار ورته ضرور دی، څو وکولی شو هغه خوبونه رښتیا کړو چې کلونه یې د رښتیاینې انځورونې لرو.
- خپګان د ژوند د خوښیو د راتلو سریزه ده. هېڅکله ټول غمونه په خوښۍ نشي بدلېدلی؛ خو هېڅوخت خپګانونه پایېدونکي هم نه دي. د ژوند پر خوند هله سړی پوه شي چې له خپګانه څکه وکړي او خوښۍ وڅښي. مانا خپګان اوږدوئ مه، پرېږدئ چې ډېره وړه موسکا، د چا خوږ چلن، یوه لنډه مطالعه، رښتیني سجده، یوه لپه دعا، د ماشوم په کړس خندا، د مین/مینې یو نظر کتل، یوه دقیقه کې خیالي نړۍ ته تلل مو حالت راسم کړي. د غمونو لمن ټينګه مه نیسئ، تاسو غم ته ورزده کړئ چې تر تاسو په ځلونو کمزروی دی.
-
زه ځکه خپه یم چې څنګه یم، هغسې مې خلک نه پېژني. هېڅ چا سره بد نه کوم؛ خو ټول رانه خپه دي. چا پسې پسي شا خبرې نه کړم؛ خو ټول لاسونه زما په لمن راپاکوي. زه سم/ه یم؛ خو خلک بېخایه قضاوت راباندې کوي، همدغه خبرې مې خوري!
تاسو هېڅګله اړ نه یاست د چا خبرو یا چلن پسې وګرځئ. قضاوت دې وکړي، تاسو ته هېڅ مهم نه دي چې ځان پرې وځوروئ. د خبرو بابېزه ګنل سخت ښکاري؛ خو دومره هم سخت نه دي. تمرین غواړي، څو ځلې یې چې کیسه کې نشئ، بلاخره زده کوئ چې دا نړۍ ستاسو هم هومره ده لکه د هغوی چې ده. د چا پر بېځایه قضاوت مه خپه کېږئ، پرېږدئ چې پوه شي، هسې یې ځان ستړی کړ؛ ځکه تاسو یې پروا نه لرئ.
- نورو سره مرسته کول ښه کار دی؛ خو د هر چا هرې تمې ته( هو) ویل ستاسو په خپل زیان پای مومي. یو- دوه کسان چې ستاسو وړتیا بېځایه کاروي، پرې مالومېږي هم نه، تل مو ځوروي او دا حس تاسو ته درکوي چې ګڼې ساده یاست، اړیکې مو ورسره پرې کړئ. له هغو کسانو سره ملګرتیا پالل چې د ګټې پر ځای تاوان درته لري، هېڅ مانا نه لري.
-
هغه کسان ځان ته را جذب کړئ چې ستاسو د مثبت بدلون لامل شي. ځينې کسان چې کال وروسته څوک وویني، ورته وايي، آه څومره دې پوستکی خراب شوی، وۍ دا ولې داسې شوی/ې یې، نه ته دا کار نشې کولی؛ داسې کسانو سره اړیکې پالل انسان ته منفي حس ورکوي، پر ځان یې بې باوره کولی شي، د ذهني نارامۍ لامل یې کېږي.
هغه کسان چې هر ځل لیدو کې د دوو خوږو خبرو پر ځای د خپل ژوند منفي خواوې درته راسپړي، د کلونو مخکې غمونه را تازه کوي، برعکس دوی ته ستاسو د غوږ اېښودلو ځواب هم داسې درکوي چې خپه شئ؛ نو ملګرتیا مو ورسره پیکه کړئ، نړۍ له ډېرو مثبت اندو کسانو ډکه ده. هېڅ اړتیا نشته چې د دوو ورځو ملګرتیا لپاره خپل اوږد ژوند خراب کړئ. هر انسان ته بویه چې د مثبت بدلون په پار، ښه ملګري ومومي. هغه خوند چې په رښتینې ملګرتیا کې شته، په نورو کې نشته.
- کله چې خپه وئ د خپګان د لرې کولو وسایل مو برابر کړئ. اړتیا نه برېښي چې هرومرو دې پیسې ولګوئ، له شنه اسمانه خوند واخلئ، د لمر وړانګو ته له ځلیدونکو ویښتانو خوند واخلئ. نړۍ ته په مینهناک انداز وګورئ. د خلکو د څېرو له ورته والي او بدلون نه خوند واخلئ. خپل خلقت ته پام وکړئ چې خدای پاک په څه ښایست پیدا کړي یاست. خوښي، خپګان، ناهیلي، د بدرنګۍ حس، ماتې، دا ټول دروني حسونه دي. څوک ځان پکې وموندي، څوک هر څه ورسره وبایلي. تاسو بایلونکي مه اوسئ!
تر هرې ناکامۍ وروسته بریا حتمي دي. تاسو کله هم لیدلي چې پر لاس جوړ شوي ټپونه د عمر تر پایه هماغسې ټپ پاتې شوی وي او وینه ترې بهېدلي وي؟
نه! هر ټپ جوړېږي. ژور ټپ دېر وخت غواړي او نور لږ وخت ته اړتیا لري؛ خو هغه څه چې دواړو زخمونو کې مشترک دي، پالنه او ساتنه یې ده. د ځان پالنه وکړئ، روح هم زخمي کېږي؛ خو تاسو درملنه پسې مټې بډوهئ.