لیکنه: محمدصابر حمیدي
د رپوټونو په اساس د هندوستان هیواد د کورني کرکټ یوه پياوړي لوبغاړي وروسته له هغه ځان وژنه کړې، چې ددې هیواد د کرکټ په سترو تجارتي سیالیو کې وانخیستل شو.
دا لوبغاړی کرن تیواري نومېدی، چې د هندوستان په ممبي لوبډله کې یې کرکټ کاوه.
هغه د یادي لوبډلې لپاره هم توپاچونه او هم توپوهنه کوله.
ځایي پولیس وايي، چې د کرن تیواري مړی د دوشنبې په ماخستن وموندل شو، چې د اټکل له مخې د شپې لس بجې شاوخوا یې ځان وژنه کړې.
د معلوماتو له مخي، کرن تیواري تر ځان وژنې څو ورځې مخکې خپل ملګري ته ویلي وه، چې په IPL سیالیو کې د نه اخیستو له امله زیات غمجن دی او ممکن ځان وژنه وکړي.
د هندوستان هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې د هر کرکټر یو لوی ارمان وي، چې ولوبیږي او د خپل ځان او هیواد لپاره ویاړونه راوړي.
د هند آی پي ایل لوبې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د متحده عربي اماراتو په کوربتوب پیلیږي او د نوومبر میاشتې تر ۱۰مې نیټې پوري دوام کوي.
دا ددې لیګ ۱۳م پړاو دی، چې درې افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان ارمان او مجیب ځدران به هم پکې ولوبیږي.