لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې دریو لوبغاړو محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب ځدران ته ښه زیری دادی، چې د شپږیزه کرکټ لیګ د پيل نېټه رامخکې شوه.
افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلې، چې افغان کرکټ بورډ د شپږیزه کرکټ لیګ نېټه رامخکې کړې.
بورډ ویلې، چې اوس به شپږیزه کرکټ لیګ د سیپټمبر میاشتې په ۶مه نېټه پیل شي او تر آی پي ایل درې ورځې مخکې د سیپټمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه به پای ته ورسیږي.
کرکټ بورډ څه موده مخکې د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو د پیل او پای نېټه اعلان کړه، چې پيل یې د سیپټمبر میاشتې په ۱۳مه نېټه او پای یې بیا د یادې میاشتې په ۲۵مه نېټه و.
ددې ترڅنګ د هندوستان د کرکټ آی پي ایل سیالۍ د سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه پيلیږي او د نوومبر میاشتې تر ۸مې نېټې پوري دوام کوي.
چې ددې دوو لیګونو ټکر دریو افغان لوبغاړو محمدنبي عیسی خیل، راشدخان ارمان او مجیب ځدران تاوان کاوه، خو اوس به هم په شپږیزه او هم به د هند په آی پي ایل سیایلو کې ولوبیږي.
د شپږیزه کرکټ لیګ د مخکنۍ نېټې په اساس دا درې لوبغاړي مجبور وه، چې له یادو دوو لیګونو نه یو انتخاب کړي.
خو اوس کرکټ بورډ د یادو دریو افغان لوبغاړو د ستونزو حل لپاره د شپږیزه کرکټ لیګ د پيل نېټه د سیپټمبر ۶مي او د پای نېټه یې بیا د سیپټمبر ۱۶مه اعلان کړې ده.
که څه هم کرکټ بورډ په ښکاره دا ندي ویلې، چې نیټې رامخکې کېدو څخه یې موخه داده، خو له ورایه داسي ښکاري، چې له آی پي ایل سره یې د ټکر په خاطر رامخکې کړې.
دا چې د افغان کرکټ ملې لوبډلو دریو لوبغاړو محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب ځدران ته یو سرخوږی جوړ شوی وو نو اوس به هم په شپږیزه او هم به په آی پي ایل سیالیو کې بېغمه ولوبیږي.