لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ
صبر ډېري ګټې لري چې ځینې یې دلته وایو:
۱ـ صبر د نجات، خلاصون، راحت او پرمختګ کیلي ده.
۲ـ څوک چې صبر کوي، خلک ورسره مینه کوي.
۳ـ صبر کوونکو ته الله تعالی د خوښۍ او نعمتونو زېری ورکړی.
۴ـ له صبرکوونکو سره الله تعالی د مرستې او همکارۍ اعلان کړی دی.
۵ـ د صبر کوونکو لپاره بې حسابه اجر دی.
۶ـ صبر د ایمان په قوت او کمال دلالت کوي.
۷ـ په زړه کې د هدایت او نور د پیدا کېدلو سبب ګرځي.
۸ـ په صبر کوونکو د الله رحمتونه او برکتونه نازلېږي.
۹ـ صبر د دې علامه ده، چې دغه انسان به له دنیا مسلمان ځي او پای به یې ښه وي.
۱۰ـ د قیامت پر ورځ له لویې وېرې څخه بچ کېږي.
۱۱ـ له اور څخه د بچ کېدلو او د جنت د ګټو سبب دی.
۱۲ـ د الله تعالی د مینې د لاسته راوړو وسیله ده.
۱۳ـ صابرینو ته به په جنت کې ځانګړی سلام کېږي.
زموږ ګران پیغمبر د الله ج په لاره کې له ډېرو تکلیفونو سره مخ شو، د ابوجهل په شان سترو فرعونیانو یې مخالفت وکړ هغه او د هغه مبارک ملګري یې په تکلیف کړل، خو بیا هم هغوی صبر وکړ او د خپل حق دریځ څخه وانه اوښتل.
یاسر، عمار، او سمیه رضي الله عنهم د یوې کورنۍ هغه لومړني مسلمانان و، چې د مکې مشرکینو به خپلې غوسې پري سړولې، خو بیا هم هغوی صبر وکړ او په دنیا کې ورته وویل شول: ای د یاسر کورنۍ صبر کوئ، ځکه ستاسې ځای جنت دی.
موسی علیه السلام د فرعونیانو په اذیت او عیسی علیه السلام د بني اسرائیلو په تکلیفونو صبر وکړ، چې په پایله کې هغوی کامیاب او دښمنان یې د همیش لپاره ناکام شول.
نوح علیه السلام نهه نیم سوه کاله دعوت وکړ او په دعوت کې شته ستونزې په ځان تېرې کړې، په پای کې بریالی شو.
ځینې خلک د ډېر صبر خاوند وي، خو ځینې وګړي هېڅ صبر نه لري. صبر لاسته راوړل هم ستره نېکمرغي ده. علماوو کرامو د صبر لاسته راوړلو لپاره ځینې لارې ښودلې:
۱ـ په تدبر او فکر سره د قرانکریم تلاوت.
۲ـ په هر حالت کې له الله تعالی څخه مرسته غوښتل.
۳ـ په صبر سره د نیکې بدلې تمه لرل، چې الله به له دې غوره څه راکړي.
۴ـ پر دې ځان پوهول، چې د دنیا تریخوالې د اخرت خوږوالی دی.
۵ـ دا باید له یاده ونه باسو، چې څه په تقدیر کې وي، هغه نه بدلېږي.
۶ـ له نیکو او صبرناکو ملګرو سره ملګرتیا ساتل.
۸ـ د خپل غم او الهي نعمتونو مقایسه کول.
عمر فاروق رض فرمایي: ما ته چې کوم مصیبت ورسېږي، نو درې نعمتونه پکې وینم، اول دا چې دا مې په دین کې نه دی. دویم له دې ستر مصیبتونه هم شته، ښه ده چې راباندې نه دي راغلي.
درېیم: د اجر او ثواب هیله یې لرم.
نو ځکه پکار ده چې موږ په هر حالت کې صبر وکړو، ځکه هېڅ وخت تل په یوه حالت کې نه پاتې کېږو.