لیکنه: محمدصابر حمیدي
د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او ایټالوي کلب«یوونټوس» بریدګر لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د یوونټوس کلب د کال د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
یوونټوس کلب په خپل کورني لیګ کې اتلولۍ ته ځان ورساوه او پکې یاد پړاو کې رونالډو ۳۱ ګولوهنې ترسره کړې.
دا لوبډله تېره جمعه د اروپا د اتلانو لیک څخه ووته.
رونالډو د دوو ښکلو ګولوهنو په مټ ډېره هڅه وکړه، چې خپله لوبډله د یاد لیګ تر درېیم پړاو ته ورسوي، خو بیا هم ونه توانېده او له سیالیو ووته.
۳۵ کلن رونالډو دوه کلونه مخکې د ځینو اختلافونو له امله اسپانوۍ لوبډله ریال ماډرید پرېښودله او د ایټالوي کلب یوونټوس سره یو ځای شو.
له هغه وروسته چې رونالډو د یوونټوس کلب سره یو ځای شوی، د دې لوبډلې لپاره یې په مجموعي توګه ۶۴ ته لوبو کې ۵۲ ګولوهنې کړي.
کریسټیانو رونالډو تر دې دمه د میسې سر یو ځای د نړۍ خورا مخکښ فوټبالر یادیږي.
رونالډو د نورو شخصې جایزو ترڅنګ ۵ د سرو زرو توپونه او څلور یې بیا د سرو زرو بوټان ترلاسه کړې دي.
میسې بیا ۶ د سرو زرو توپونه او ۶ بیا د سرو زرو بوټان ترلاسه کړې دي.
د سرو زرو توپ د کال تر ټولو غوره لوبغاړې ته او د سرو زرو بوټ بیا د کال تر ټولو زیات ګولوهونکې ته ورکول کیږي.