سرچینې: بین الافغاني خبرې ۳ یا ۶ ورځو کې پيلیږي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
راپور: بشر درویش

معتبرې سرچینې وايي چې د افغان سولې بین الافغاني خبرې اترې به په شپږو ورځو کې پيل شي.
ددې ترڅنګ یو شمیر نورو سرچینو له قوله ویل شوي چې شاید دا خبرې درې یا څلورو ورځو کې شروع شي.
د افغانستان ملي تلویزیون یوه راپور کې ویلي باوري سرچینې وايي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې به د اسد میاشتې په ۲۶مه نیټه دا مذاکرات پيل شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو هم د سولې مشورتې جرګې له وروستي پریکړې د هرکلي ترڅنګ اعلان کړی و چې که بندیان خوشې شي، نو یوه اونۍ کې به د سولې بین الافغاني خبرو ته دوی چمتو وي.
د ۴۰۰ طالب بندیانو مسله هغه جنجال و چې د بین الافغاني خبرو د پیلیدو لپاره په یوه خنډ بدل شوی و. د افغانستان د ملت په استازولۍ مشورتې لویې جرګې چې شا او خوا ۳۰۰۰ کسانو په کې ګډون درلود، د بندیانو خوشې کولو مشوره ورکړه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په ځانګړو مراسمو کې د پاتې بندیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ او په دې سره دا لانجه پای ته ورسیده.