د نړۍ تر ټولو ګرانبیه ماسک د چین سوداګر فرمایش ورکړ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
ژباړه: نسیمه محمدي

ممکن ځینې ماسکونه، چې ډيزاینرانو تولید کړي، لیدلي مو وي، خو د جواهرو جوړونکو له ماسک سره د پرتلې وړ نه دی.
د اسراییل د «ایول» جواهرو جوړولو لوکس مارک، د کوويډ- ۱۹ د ګرانبیه ماسک جوړولو په حال کې دی.
د ABC د راپور له مخې ماسک چې له اتلس (۱۸) قیراطه سپینې طلا جوړ شوی، د ۳۶۰۰ تور او سپینو الماسو دانو سره ډيزاین ورکول کېږي او کولای شو د ان – ۹۹ غوره فلټرونه یې پر مخ کېږدو.
د ګاڼو جوړولو د دې شرکت په وینا، دا ګرانبیه ماسک په امریکا کې مېشت چینايي سوداګر له لوري فرمایش ورکړل شوی دی. تمه ده دا سوداګر به د دې ماسک لپاره ۱.۵ میلیونه ډالر ورکړي.
ایساک لوی، ډیزاینر او د لوی مشر، وايي هغه کس چې د دې ماسک فرمایش ورکړی، درې شرطونه لري:
“د ان-۹۹ تایید یې د امریکا د خوړو او درملو سازمان له لوري او اروپايي استندردونه ولري. دویم شرط، چې د روان کال د ډسمبر له ۳۱مې وړاندې هغه ته ورسېږي او درېيم شرط چې تر ټولو آسانه دی، یانې دا د نړۍ تر ټولو ګرانبیه ماسک اوسي. ”
لوی وايي:
زه پخپله چمتو نه یم، چې د داسې ماسک سره پر لاره لاړم شم. زما په فکر موږ ټول باید عادي ان-۹۹ ماسکونه وکاروو. ښايي پیسې ونه کړای شي هر څه واخلي، خو که دا کس غواړي د کوویډ- ۱۹ ګرانبیه ماسک واخلي، له هغه سره پر لاره لاړ شي او د خلکو پام ځانته واړوي، پرېږده چې خوشحاله اوسي. زه هم خوښ یم، چې په داسې سخت دوران کې، د دې ماسک جوړول، زموږ د کارکوونکو لپاره د کار زمینه برابره کړه.
د ایول بل ډیزاینر، بازالل کوپر وایي، چې هېڅکله یې داسې څه نه دي لیدلي: “د دې ټولو الماسو ځای پر ځای کول، لږ څه استرس جوړونکي دي، خو موږ به دا تر سره کړو. ”
دا فخر/ ویاړ پلورونکی ماسک، چې اټکل کېږي له نیم پونډ زیات وزن به ولري، ممکن د کارونې او محافظت وړ نه وي.
تر دې وړاندې په هند کې د سرو زرو او الماسو د ماسکونو جوړول مو اورېدلي وو، خو دا ماسک تر دې دمه تر ټولو قېمتي دی.