ژباړه: عایشه حیدري
خرما هغه خوندوره مېوه او خواړه دي چې تر ډېره په ګرمو هېوادونو کې موندل کېږي، زیات خلک پر دې باور دي چې خرما یوازې ګټې لري او د ګټې درلودلو له امله باید دغه مېوه پرېمانه وخوړل شي، خو داسې نه ده.
د خرما خوراک د پرېمانه ګټو لرلو ترڅنګ ځینې زیانونه هم لري چې په دې لیکنه کې غواړو تاسو ته د خرما اته زیانونه در وپېژنو، چې د خرما په خوړلو کې ډېر احتياط وکړئ او روغتیا ته مو زیان ونه رسېږي.
د لیکنې تر پایه مو ملتیا وکړئ.
لومړی: خېټې ته ستونزې رامنځته کوي
د خرما خوړل هغه مهال خېټې ته ستونزې رامنځته کوي چې خرما له سلفېټ سره وخوړل شي (سلفیټ یو کیمیاوي ترکیب دی چې د خرما د روغ ساتنې لپاره په خرما وهل کېږي) نن سبا ټول خلک خرما د سلفېټ سره ګډه خوري، هغه خلک چې د سلفېټ سره حساسیت لري، بویه په سلفېټ ککړه شوې خرما ونه خوري، ځکه چې د خرما خوړل ورته د خېټې دردونه او اسهال رامنځته کوي.
همدارنګه خرما د فیبر غوره سرچینه ده، خو د حیرانتیا خبره دا ده چې د خرما فیبر سرچپه او ناسمه اغېزه کوي، که چېرې مو د بدن د فیبر پوره کولو لپاره له خرما څخه ګټه واخلئ، نو د بدن د فیبر کچه به مو په یوه ځل ډېره لوړه شي او د فیبر دا ډول لوړوالی خېټې ته ستونزې جوړوي او د اسهال لامل کېږي.
دویم: د مخ د پوستکي د خارښ لامل کېږي
ټولې وچې مېوې په ځانګړي ډول وچه خرما د پوستکي د خارښ او سوځېدلو لامل کېږي، د پوستکي د خارښ لامل په خرما کې د سلفېټ شتوالی دی. د خرما په پوستکي کې شته سپین مواد کولای شي د مخ د داغونو او بخارونو لامل شي او د هغو خلکو مخ چې خارښ کوي او بخار لري باید د خرما له خوړولو څخه ډډه وکړي.
درېیم: د سږو او تنفسي ناروغۍ منځته راوړي
د څېړنو پر بنسټ خرما د حساسیت لامل کېږي او همدا حساسيت د سږو او نورو تنفسي ناروغیو د رامنځته کيدو لامل کېږي، هغه خلک چې تنفسي ناروغۍ لري بویه په هېڅکله خرما ونه خوري. په حقیقت کې ۸۰ سلنه هغه خلک چې یادې ناروغۍ لري د خرما له خوړلو سره حساسیت لري.
څلورم: وزن زیاتوي
که څه هم خرما په کافي کچه فیبر لري، خو په پرېمانه کچه انرژي او کالوري هم لري او کېدای شي د وزن د زیاتوالي لامل شي، د خرما هر ګرام ۲.۸ کالوري انرژي لري، دا په دې مانا ده چې خرما د هغو خوړو له ډلې ده چې په منځنۍ کچه کالوري لري او د وزن د زیاتوالي لامل کېږي.
پنځم: د پوټاشیم کچه لوړوي
خرما د پوټاشیم غوره سرچینه ده او له خرما څخه په ډېره ګټه اخیستنه کولای شي بدن ته ځینې زیانونه واړوي، نو که چېرې ستاسو د بدن د پوټاشیم کچه لوړه وي، د خرما له خوړلو څخه ډډه وکړئ، په بدن کې د پوټاشیم عادي کچه ۳.۶ تر ۵.۲ میلي لیټره ده خو که چېرې دغه کچه ۷ میلي لیټرو ته ورسېږي روغتیا ته خطر رسوي او په دغه حالت کې بویه ډاکټر ته ورشئ.
شپږم: خرما ماشومانو ته زیان رسولای شي
خرما د ماشومانو لپاره درانه او غلیظ خواړه دي، او په اسانۍ یې نه شي هضمولای. د خرما ژدویل ماشومانو ته ډېر ستونزمن کار دی، او دا چې د ماشومانو کولمې د ودې په حالت کې دي کېدای شي د خرما په خوراک سره زیان وویني، په حقیقت کې خرما د ماشوم وچه مرۍ بندوي او د خپک کېدو خطر سره یې مخ کوي، نو هڅه وکړئ تر هغه مهاله چې ماشومان لوېږي خرما ترې لري وساتئ.
اووم: خرما (عدم تحمل فرکتوز)
په خرما کې شته خواږه د په خرما کې د فرکتوز د موجودیت له امله دی، ځینې خلک فرکتوز نه شي هضمولای، کله چې دغه خلک خرما وخوري او په هضمي سیسټم کې د یو ډول ګډوډۍ لامل کېږي چې فرکتوز نه زغمل یې بولي چې په پایله کې د انسان په وجود کې خواږه نه جذبېږي او له هضمي سیسټم څخه خارجېږي، ځکه چې په دغه حالت کې وجود نه شي کولای د فرکتوز تریکبونه میده یا مات کړي.
دغه ستونزه په ګېډه او بدن کې د ځينو دردونو لامل هم کېدای شي.
اتم: د موم پوښ
په خرما او نورو مېوو د دې لپاره موم وهل کېږي چې تر ډېره خرابې نه شي او ښکلې ښکاره شي، دغه موم یا د خرما ځلېدونکې څېره عموماً په خرما د پاشل شوو کیمیاوي موادو یا کیمیاوي سپرې له امله وي چې دا دواړه کولای شي په اوږدمهال کې په هضمي سیسټم کې ګډوډۍ رامنځته کړي.