په بیت المقدس کې د فلسطینیانو لپاره د کور جوړول ناممکن شوي

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه: نسیمه محمدي

وروسته له هغې چې اسرايیلو په ۱۹۶۷م کې وکولای شول، بیت المقدس ونیسي او پر ټول ښار خپل کنټرول تحمیل کړي، اوس تل آویو له څه مودې راهیسې، په دې ښار کې د میشتو فلسطینیانو د جوړښت د بدلون په لټه کې دی او هڅه کوي په بېلابېلو پلمو سره فلسطینیان د بیت المقدس پرېښودلو ته اړ باسي.
د همدې سیاست تر سیوري لاندې، ۳۲۰ زره فلسطینیان چې د بیت المقدس پېژندپاڼې لري، د ۱۰۰ زره شاوخوا یې دېته اړ شول، چې خپل کورونه پرېږدي او د ښار بهر د «آپارتاید» دیوال بل لور ته، چې بیت المقدس له فلسطیني چاپېریال جلا کوي، ژوند وکړي.
په بیت المقدس کې د کورجوړونې د جواز ترلاسه کولو سختو شرایطو، فلسطینیان اړ کړي، چې یو شمېر یې له جواز پرته په خپل سر کور جوړولو پیل وکړ، که څه هم دا چاره د درنې مالي جریمې او د کور ورانولو لامل شي. موضوع په همدې ځای نه ختمېږي، ځکه په بیت المقدس کې میشت، ځینې فلسطینیان د خپلو کورونو په ويجاړولو مجبورېږي، چې د ويجاړولو د دېرش زره ډالرو نقدي جریمې مخه ونیسي.
په بیت المقدس کې د فلسطینیانو د کورونو ويجاړول، په یوې ښکاره او مخ په زیاتېدونکې کړنه بدله شوې او د روان کال په اوږدو کې ۳۷ فلسطیني کورنیو خپل کورونه ویجاړ کړي، پر دې سربېره په دې کال کې ښاروالۍ لسګونه کورونه نړولي دي.
hhi1234.jpg
د ۱۹۶۷م راپدېخوا له پنځه زرو څخه زیات کورونه د امنیتي او قانوني جواز نه اخیستلو له امله نړول شوي او دا چاره د فلسطینیانو او د بشر نړیوالو سازمانونو، د اسرايیلو له لوري «د قومي پاکارۍ عملیات» یاد شوي دي. په اصل کې، اسرايیل هڅه کوي د دې کړنې په زیاتولو سره، فلسطینیان له ښاره بهر او بیت المقدس په بشپړ یهودي ښار بدل کړي.
اياد ابو صبیح، د بیت المقدس یو اوسېدونکی، چې په «جبل المنکر» سیمه کې یې له جواز پرته کور جوړ کړی و، اړ شوی خپل کور ړنګ او وروسته د خپلې کورنۍ سره سوځنده لمر ته په آزاده فضا کې ژوند وکړي، چې ښاروالۍ ته له جریمې ورکولو خلاص شي.
اوبو صبیح وویل:

د کورجوړونې د جواز اخیستلو ستونزې له امله، نېږدې درې کاله وړاندې د یهودیانو د رخصتیو څخه په استفادې، د کور جوړولو چارې له جواز اخیستلو پرته پیل کړې، وروسته د بیت المقدس ښاروالۍ امر وکړ، چې د کور جوړولو کار ودروي، خو هغه د دې امر له منلو انکار وکړ او کور یې بشپړ کړ. له کور جوړولو وروسته یې د جواز ترلاسه کولو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو بریالی نشو او د بیت المقدس د ښاروالۍ له لوري ټاکل شوی ضرب‌الجل پایته ورسېد. په تېرې جون میاشت کې، ښاروالۍ ابو صبیح ته امر وکړ، چې د کور ویحاړولو لپاره دې ۳۰ زره ډالر ښاروالۍ ته وسپاري او یا دا چې پخپله دې کور ونړوي، په پای کې، هغه د ۳۰ زره ډالرو ورکړې له امله خپل کور نړوي. سره له دې چې ابو صبیح خپل کور ړنګ کړی، خو د بې جوازه کور جوړولو په خاطر، د شپږو میاشتو لپاره، هر میاشت ۳۵۰ ډالره د جریمې په توګه ښاروالۍ ته تحویلوي.

له یوې اونۍ راپدېخوا، ابو صبیح د اجاره کور په لټه دی، خو په بیت المقدس کې د نفوس زیاتوالي دا چاره ستونزمنه کړې ده. نوموړی د ګیلې په ډول وایي، د فلسطین دولت، په بیت المقدس کې د میشتو فلسطینیانو ژوند ته هېڅ پاملرنه نه کوي. هغه زیاته کړه، چې هغه حال ته د رسېدلو وروسته چې نوموړی یې «خیرات غوښتلو» ته ورساوه، د فلسطین دولت، یوازې ۲۵۰۰ ډالر د هغه ته ورکړي دي.
ابو صبیح وویل:

اسراییل هڅه کوي په ډول ډول لارو چارو د ۱۹۴۸م او ۱۹۶۷م کلونو په پرتله، فلسطینیان له بیت المقدس څخه اخراج او د کور جوړولو لپاره په جبر سره د جواز اخیستلو له لارې د بیت المقدس پرېښودلو ته اړ باسي.

57541754.jpg
د ۱۹۴۸م راپدېخوا د فلسطینیانو د کورونو ړنګول د هغوی د ژوند يوه برخه ګرځېدلی او اسراییلیانو په دې موده کې ډېر کلي وران کړی او د په ۱۹۶۷م د بیت المقدس په اشغال سره، اسراییلیانو د «مغاربه» کلي په ویجاړولو لاس پورې کړ.
په همدې برخه کې، د بیت المقدس د ټولنیز او حقوقي مرکز مدیر، زیاد الحموري د فلسطینیانو د کورونو ویجاړولو په اړه وویل: امنیتي مسایل او د جواز اخیستلو پرته د کور جوړول، دوه عمده بهانې دي، چې اسراییل یې د فلسطینیانو د کورونو ویجاړولو لپاره کاروي. نوموړي زیاته کړه: اسراییل د جواز اخیستلو پرته، فلسطینیانو ته بله ټاکنه نه ده پرې ایښې، په داسې حال کې چې د کور جوړولو لپاره د جواز ترلاسه کول سخت او لوړه بیه لري، بلکه ډېری وختونه، د ترلاسه کول، کلونه وخت نیسي. الحموري څرګنده کړه، چې د همدې ډول سیاست تر سیوري لاندې، اوسمهال یوازې ۱۳% د بیت المقدس اراضي د فلسطینیانو لپاره پاتې ده، په داسې حال کې چې بیت المقدس د ۳۳ یهود میشته ښارګوټو شاهد، او ۵۵% ځمکه یې د ” شنو ځمکو” تر نامه لاندې شمېرل کېږي.
85322_675.jpg
الحموري زیاته کړه:

په بیت المقدس کې میشت ۸۹% فلسطینیان د فقر او تنګلاسۍ تر کرښې لانې ژوند کوي او هغه کس چې په بیت المقدس کې د کور په جوړولو بریالی شي په اصل کې خپله ټوله سرمایه له لاسه ورکوي، نو له همدې امله، فلسطینیان اړ کېږي په خپل لاس جوړ شوي کورونه وران او ویجاړ کړي، چې د اضافي لګښت څخه خلاص شي. الحموري وړاندې په خپلو خبرو کې وویل: اسراییل په فلسطین کې کور جوړول د فلسطینیانو لپاره په یوې  «ناممکنې کړنې» بدله کړې، چې هغوی د ښار پرېښودلو ته اړ او د بیت المقدس د یهودي جوړولو چاره لا پسې کړندۍ کړي او په پای کې، بیت المقدس د يهودیانو پورې منحصر ښار شي.

سرچینه: Independent