د لښکرګاه او ناوې ولسوالۍ ۳۰۰ بېوزلو مېرمنو ته د کارزمینه برابره شوه

سپینه تجريدي ډیزاین
 راپور: بشر درویش

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په مرکز لښکرګاه او ناوې ولسوالۍ ۳۰۰ بېوزلو مېرمنو ته د کارزمینه برابره کړې ده.
د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دغه مېرمنې ددې ولایت په مرکز او ناوې ولسوالۍ کې په کروندو کې په کار بوخت دي.
دغه کاري فرصتونه مېرمنو ته د بېلابېلو مېوو او سبو د کرکېلي په پار د کورنیو باغچو په جوړولو سره برابرې شوي دي.
کومې مېرمنې چې اوس په دې ولایت کې د سبو او مېوو د کرکېلي په برخه کې فعالیت لري، تر دې وړاندې په کورونو کې اوزګار ناست ول.

کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د هلمند د کرنې ریاست د بشري مرستو برابرولو خیریه موسسې په همکارۍ دغو مېرمنو ته د کورنیو باغچو په جوړولو سره پر دوی د سبو لس ډوله تخمونه او کیمیاوي سرې هم وېشلي دي.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې مېرمنو ته د کارموندنې په موخه د نورو فعالیتونو ترڅنګ د کورنیو بڼګیو او نوي بڼونو د جوړولو په برخه کې هم کار کوي. ددې پروژې د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د کورنیو باغچو وده او پراختیا او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.