لبنان حکومت د بیروت چاودنې په اړه یوه څیړنیزه ډله یا کمیسیون جوړ کړی دی.
په څلورو ورځو کې باید دا کمیسیون د چاودني عاملین او مجرمین معلوم او محکمې ته راکش کړي.
د لبنان د بهرنیو چارو وزیر هم ورته خبره تایید کړي ده او ویلي یې دي، چې راتلونکي څلورو ورځو کې به تورن کسان محکمې ته وړاندي شي، خو د لبنان وګړي د دغې چاودنې اصلي عامل حکومت بولي او دغه قضیه کې د ملامتۍ ګوته ورته نیسي .
د یادونې وړه ده، چې د بیروت چاودنه کې ١٣٥ کسه وژل شوي دي او تقریباً پنځه زره کسه ټپیان دي.
د لبنان حکومت د ٢٠١٤ نه تر نن د بیروت د بندر ټول چارواکي او امنیتي مسؤلین او ساتونکي ممنوع الخروج اعلان کړي دي او د نظربند حالت کې وخت تیروي.
د لبنان لومړي وزیر “حسن دیاب ” هم ویلي وو، چې د بیروت چاودنې ته نه باید سیاسي رنګ ورکړو او منتظر پاتې شو، چې د څیړنیز ګروپ د څیړنو پایلي اعلان کړل شي.
د لبنان جمهور رییس “میشل عون ” هم ویلي دي، چې مجرمین به زر په ګوته او دوی ته به سخته سزا ورکړل شي .
ده زیاته کړي، چې لبنان اوس مهال د بد اقتصادي بحران سره هم لاس و ګریوان دی.
په لبنان کې د شوې چاودنې له امله د ځاني زیان سربیره په لویه کچه مالي زیان اوښتو خبره هم شوې ده.