د تازه پرېکړې له مخې د کرکټ دوه نړیوال جامونه او کوربه هیوادونه یې!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د جمعې په ورځ د کرکټ نړیوالې شورا تر یوې غونډې وروسته پرېکړه وکړه، چې د ۲۰۲۱م د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به په هند او د ۲۰۲۲م د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به بیا په اسټرالیا هیواد کې ترسره شي.
ددې ترڅنګ یاده غونډه کې د ښځینه وو ترمنځ د کرکټ نړیوال جام چې په راتلونکې ۲۰۲۱م کال ترسره کېدی، ۲۰۲۲م کال ته د نیوزیلینډ هیواد په کوربتوب وځنډول شو.
د کریک بز د راپور له مخې اوس به د ۲۰۲۱م د کرکټ نړیوال جام د یاد کال په اکتوبر او نوومبر میاشتو کې ترسره شي او ددې ترڅنګ د ۲۰۲۲م د کرکټ نړیوال جام به د اسټرالیا په کوربتوب هم په اکتوبر او نومبر میاشتو کې ترسره شي.

د کرکټ نړیوالې شورا د مخکني مهالوېش له مخې د ۲۰۲۰م د کرکټ نړیوال جام د اسټرالیا په کوربتوب او د ۲۰۲۱م د کرکټ نړیوال جام بیا د هند په کوربتوب ترسره کېدی.
خو د کورونا ویروس له امله اوس د ۲۰۲۱م کال د کرکټ نړیوال جام د مخکني مهالوېش سره سم په خپل ځای او خپل وخت ترسره کیږي.
د ۲۰۲۰م د کرکټ نړیوال جام بیا ۲۰۲۲ ته یو ځلې بیا د اسټرالیا هیواد په کوربتوب وځنډول شو او اوس به دا جام په ۲۰۲۲م کال کې ترسره شي.

د ۲۰۲۰م د کرکټ نړیوال جام ځنډېدل د هند آی پي ایل سیالیو ته لاره پرانیزله.
اوس دا لیګ د سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه متحده عربي اماراتو کې پيلیږي او د نوومبر میاشتې تر ۱۰مې نېټې پوري دوام کوي.
دا ددې لیګ ۱۳م پړاو دی، چې درې افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان ارمان او مجیب ځدران به هم پکې ولوبیږي.