هغوی ته چې ویښتان یې نشته؛ د ګنجي سر ویښته څنګه رازرغونیدای شي؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

بلاخره ساینسپوهانو  تر ټولو اسانه لار وموندله چې د انسان په سر څنګه ویښته رازرغونه کړي او دا د ویښتو مینه والو ته یو خاص زیری هم بللی شو .
د نیویارک (  CSU)  ویب پاڼه لیکي چې د  امریکا متحده ایالاتو د نارته ګیرولینا  ایالت پوهنتون  ساینسپوهانو د انسان په وجود کې هغه وړې میکرو ذرې MicroRNA پیدا کړي دي، چې د انسان په وجود کې د ویښتو د زرغون والي سبب جوړیږي .
دا وړې ذرې یا MicroRNA د  MIR 5.218 په نامه یادېږي .
د څیړنېزي ډلې مشر پروفیسر “رینډل بي ټیري” وایي، د حجراتو نه حلقوي دایرنما شیل راوځي، او د دغو شیلونو دنده د حجراتو تر منځ د اړیکو ټینګول دي، کله چې دا اړیکه پرې شي د انسان ویښته ولېږي او د حجراتو منځ کې مایکرو ار این ای موجود ده، دا مایکرو ار این ای اصل کې واړه واړه مالیکولونه دي چې ویښتو د پاتیکیدو سبب جوړیږي .
د پروفیسر په وینا اوس دوی دغه حجرات او مالیکولونه وپیژندل او ټوله پروسه ورته روښانه شوه،  او دوی کولي شي دغه حجرات او مالیکولونه د انسان په وجود کې پیاوړي کړي چې په دې سره یو پک یا ګنجی سړی په اسانه او کمه بیه بیا د ویښتانو خاوند کړي.