سرچینه: Independent
ژباړه: نسیمه محمدي
لبناني چارواکو ویلي، د بېروت پېښې لامل، نیټراټ آمونیم جامده کرستالي کیمیاوي ماده، چې ډېری په کود کې کارول کېږي او په تېره لسيزه کې د زیاتو چاودنو لامل شوې، وه.
د لبنان لومړي وزير حسن دیاب ویلي، چې ۲۷۵۰ ټُنه نېټراټ آمونیم، چې د بېروت په بندر کې د کلونو راهیسې ساتل شوي وو، چاودنه کړې ده. پېښه د لسګونو تنو د مړینې لامل شوې او د لبنان پلازمينې ته یې بېساري زیانونه اړولي دي.
ګلف نیوز، په یوه مطلب کې د نېټراټ آمونیم زیانونو ته اشاره کړې او د لبنان پلازمېنې پرونۍ پېښه یې څېړلې ده. نېټراټ آمونیم د سوند نفتو سره د قوي پتانشيل سره چاودنه کوي، چې د جوړولو په صنعت کې ترې ګټه اخیستل کېږي. خو جنګیالۍ ډلې لکه طالبان هم له دې چاودېدونکو توکو کار اخلي. دا مواد ۱۹۹۵م کال، په اوکلاهاماسیټي کارول شوي بمب په ترکیب کې کارول شوي دي.
په بزګرۍ کې د نېټراټ آمونیم کود د ګرانول (چې ګردې دانې) دي، په اړونده فضا کې په چټکۍ جذبېږي او اجازه ورکوي، په ځمکه کې شته نیروجن ( د بوټو په وده کې اساسي رول لري) آزاد شي.
باید وویل چې تر دې دمه د زراعتي کودونو تولید هم، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د لویو چادونو سبب شوي دي. یو له مهمو چاودونو څخه په ۲۰۱۳م د امریکا په تګزاس ایالت کې چاودنه وه، چې د ۱۵ تنو په مړینه تمامه شوه. دا چاودنه قصدي اعلان شوه.
بله چاودنه په ۲۰۰۱م کې د فرانسې د کیمیاوي توکو د جوړولو په فابریکه، تولوز کې وه، چې ۳۱ تنه یې مړه کړل. دا چاونه تصادفي وه.
پروفیسور جیمي اکسلي، د روډآیلند پوهنتون کیمیاپوه د نېټراټ آمونیم د اور لګېدنې د اندازې په اړه فرانس پرس ته وویل:”که په عادي شرایطو کې انبار او د تودوخې سره مخ نشي، د نېټراټ آمونیم اور اخیستل آسانه ندي.”
نوموړي وویل:”که د بېروت د چاودنې ويډیو ته وکتل شي، تور او سور لوګی وینئ، چې یو نابشپړ غبرګون دی.”
دې پروفیسور زیاته کړه:” زه فکر کوم یوه کوچنۍ چادونه رامنځته شوې، چې د نېټراټ آمونیم د غبرګون او لويې چاودنې سبب شوې. دا چې کوچنۍ چاودنه پېښه که قصدي عمل وو، ما څه نه دي اورېدلي.”
نوموړي دېته په اشارې چې د نېټراټ آمونیم د اور لګېدنې څخه د مخنیوي لپاره سختې او جدي پاملرنې او چاپېریال ته اړتیا لرې، زیاته کړه:”موږ نېټراټ آمونیم ته اړتیا لرو. یوازې باید پام وکړو، چې څنګه ترې ساتنه وکړو.”