لیکنه: محمدصابر حمیدي
د هیواد کرکټ بورډ وايي، دا لوبغالی به د یو نیم کال په موده کې بشپړې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلې، چې د میدان وردګ ولایت د کرکټ لوبغالي د ځمکې لېږد چارو له بشپړېدو وروسته یې پرون په رسمي توګه ددغه لوبغالي د رغولو چاري پيل کړې.
په یاده خبرپاڼه کې راغلې، چې دا لوبغالی په مرکز میدان ښار کې پر ۲۲ جریبه ځمکه جوړیږي، چې د ۴ زره نندارچیانو د ځایولو ظرفیت به ولري.
د افغانستان کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي بیا په دې تړاو پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې ویلې، چې په هیواد کې د کرکټ مروجولو لپاره د اسانتیاوو راوستل او لوبغالو جوړول مهم ګامونه دي.
کرکټ بورډ وايي، چې اداره یې د نورو ډګرونو ترڅنګ په رغنیزو چارو کې هم بنسټیز کارونه پر لاره اچولې، چې په ګټې اخیستو سره به یې هیوادوال په ځانګړې توګه د کرکټ لوبغاړي برخمن شي او له لارې به یې ډېر پټ استعدادونه راپیدا شي.