تازه تازه د لغمان ولایت بادرنګ بازار ته راوتلي او که له کابل مو جلال اباد ته دې ورځو کې سفر کړی وي، ضرور به مو په لغمان کې د کابل جلال اباد پر لویه لاره د بادرنګو ډکې ډکې خلتې لیدلي وي.
د لغمان د بادرنګو، بازار نن سبا تر ډېره کابل او ننګرهار ته په تلونکو مساپرو ولاړ دی چې دواړو خواو ته د تلو او راتلو پر وخت خلک د لغمان بادرنګ له ځان سره وړي، دا ځکه چې هم ارازانه دي او هم خوندور.
بادرنګ، نه یوازې دا چې همیشه پرې سلات یا سلاد ښایسته وي، بلکې ځينې خلک يې یوازې خوړل هم خوښوي، ځکه خو په بازارونو کې په لاسي کراچیو د مالګې سره یوازې ګرځول کیږي.
د بادرنګو، په اړه روغتیايي څېړنې وايي، بادرنګ نه یوازې دا چې خوندوره ترکاري ده، بلکې روغتیا ته ګڼې فایدې هم لري.
روغتیا پالان باور لري، چې د بادرنګو خوړل د انسان په بدن کې د اوبو اندازه ښه کوي چې له امله يې روغتیا ته فایده رسیږي. روغتیا ته يې په ځيڼو فایدو موږ دلته ګړیږو:
1. د بډوډو ( ګردو) لپاره ګټه لري
روغتیايي څېړنې وايي، په بادرنګو کې د اوبو اندازه ډېره ده او همدا لامل دی چې د انسان د بډوډو د ښه ساتلو له پاره فایده لري. دا چې بادرنګ اوبه لري، د خوراک وروسته انسان ته تشې میتیازې ډېرې ورځي چې له امله يې بډوډې پاکیږي. د بادرنګو په اړه دا هم ویل کیږي چې په بډوډو کې د تیږې جوړیدو مخه هم نیسي.
2. د قبضیت مخه نیسي
ډآکټران وايي، د قبضیت یو لامل د کمو اوبو څښل دي. لکه وړاندې مو چې وویل، بادرنګ هغه ترکاري ده چې د اوبو اندازه په کې ډېره ده او خوراک يې د انسان په بدن کې د اوبو اندازه ښه ساتي همدا لامل دی چې د قبضیت مخه هم ورسره نیول کیږي.
3. بادرنګ، د وینې د لوړ فشار او شکرې په مخنیوي کې رول لري
په بادرنګو کې فایبر شته دی، نو هغه کسان چې د شکرې ناروغي لري، که په خپلو خوړو کې دا ترکاري ورزیاته کړي، ورته فایدمنه ده. فایبر ځينو نورو ناروغیو ته هم فایده لري.
4. بادرنګ، پوستکی تازه ساتي
په بادرنګو کې یوه اندازه ویټامین سي هم شته دی او لکه وړاندې مو چې وویل چې بادرنګو کې د اوبو اندازه هم ډېره ده، نو همدا لامل دی چې دا ترکاري د انسان د پوستکي د تازه او ښایسته ساتلو کې مرسته کوي.
نو که غواړئ، چې پوستکی مو تازه او ښکلی وي په خپلو خوړو کې په مناسبه اندازه بادرنګ هم ورزیات کړئ.
5. بادرنګ وزن هم کموي
د بادرنګو په اړه روغتیايي څېړنې زیاتوي چې په دې ترکارۍ کې کلیوریز ډېر کمه ده او فایبر په کې په ډېر دی، نو د ښې روغتیا له پاره يې خوړل ښه دي.
څېړونکي باور لري چې د بادرنګو خوړل، انسان له ډېر خوراک منع کوي او همدا لامل دی چې د وزن په نورمال ساتلو کې مرسته کوي. ولې په یاد مو چې د هیڅ شي ډېر خوراک فایده نه بلکې زیان لري.
6. د ویښتان د ودې لامل کیږي
په بادرنګو کې موجود سیلیکون او سلفر ستاسې د سر ویښتانو ته وده ورکوي او د تویدو مخه يې نیسي. مطلب که د بادرنګو او ګازور نه ګډ جوس جوړ کړئ، نو بیا خو یې ګته بیخي ډېره ده.
7. زړه ښه ساتي
په بادرنګو کې داسې مواد شته چې د زړه د والونو یا رنګونو په پاک ساتلو کې مرسته کوي او په رنګونو کې د وینې ښه جریان ته لاره هواروي چې له امله يې د زړه ځينې ستونزې حل کیږي.
بادرنګ، د پوتاشیم او مګنیشم په ډول ځينې داسې منرلونه د انسان وجود ته ورکوي چې د انسان د وینې د رنګونو په ښه ساتلو کې مرسته کوي.