د متأهل نارینه‌ سره واده کول؛ ښه که بد ګام؟

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه: نسیمه محمدي

د متاهل نارینه سره د واده کولو په اړه به مو ډېر څه اورېدلي وي. دا ډول اړیکې ستاسې په اروا ډېرې بدې اغېزې او پایلې لرلای شي. نو که په هر ډول په داسې یوې اړیکه کې یئ، باید ځان وژغورئ.
د متاهله نارینه‌وو سره د دوستۍ او واده مسئله د یوې ټولنیزې اړیکې په ډول د ځینو مجرده/ مطلقه نجونو لاس او ګرېوان نیولی او په اصل کې په یو ټولنیز زیان بدل شوی دی.
که څه هم د متأهل کس سره د ولي له اجازې پرته، اړیکه د شرعې خلاف ده، خو سره له دې د نارینه‌وو د زیاتو غوښتنو په دام کې لوېدلو، د دویمې او څوومې مېرمنې او حتا د ناوړه ګټې اخیستنې په توګه د دوی د ناطبیعي اړتیاوو د ارضاء لپاره، د یوې پټې او مخفیانه اړیکې په قالب کې په هېڅ ډول منطقي او مشروع نه ده، چې داسې اړیکه جوړه شي. دا یو واقعیت دی، چې حتا په ندرت خو په ټولنه کې شته او په کلکه د کورنیو لپاره یو خبرداری دی.
د متاهله نارینه‌وو سره د خیرغوښتنې او مرستې پرېکړه، چې د خپل لومړني ژوند څخه ناخوښ دي، د دې ډول اړیکو لپاره د مېرمنو د تسلیمۍ یو لامل دی او ځينې په دې باور دي، چې نارینه‌ دوی ته پناه وړي، خو باید وویل شي، چې دا چاره د مېرمنې سره له خبرو اترو پرته نه حلېږي او که هر څو هم د یو نارینه د ملګرې په توګه وي، لنډمهاله ده او یوازې مېرمن ده، چې خپل خاوند ته آرامتیا بښي او بس.
خو! که دویم واده هم رامنځته شي، د ستونزو څخه د حل پر ځای د بېلابېلو خلکو سره، دا ډول بیاځلي پټې اړیکې پیلېږي، نو پناه وړل د دې کار لپاره ښه توجیه نه ده.

دا اړیکې د ماتې سره مخ وي

د نارینه‌وو سره دا ډول اړیکې، نه یوازې دا چې حقیقت نه لري، بلکه دا ډول اړیکې زیاتره وختونه د هغو مېرمنو له خوا چې زړه سوي، شدیدې لېوالتیا ته اړمنې وي، رامنځته کېږي، چې د ځینو لاملو له کبله لکه، مینې، عاطفې، څخه لرې او یوازېتوب سره مخ دي، چې په طبیعي ډول هم د نجلۍ او هم د نارینه‌‌ کورنۍ ته زیان رسوي.
له شک پرته دا ډول اړیکې تل د ماتې سره مخ وي او که رسمي او شرعي بڼه هم خپله کړي، ستونزې او سختۍ زیاتېږي او حتا له نورو ودونو څخه هم زیاتې وي.

ځان د لومړۍ مېرمنې پر ځای وګڼئ

ځینې وختونه مېرمنې د استوګنې او د ژوند د اړتیاوو د پوره کېدلو او … لپاره د دویمې مېرمن کېدلو لپاره خوښه کوي، خو که د واده علت مینه او لېوالتیا وي، باید د یوه متاهل نارینه سره د مینې د پایلو په اړه فکر وشي او دا په پام کې ونیول شي، چې آیا غواړي خاوند یې په راتلونکې کې داسې یو عمل ترسره کړي؟
غوره ده لومړی ځان د خپلې خوښې وړ کس لومړۍ مېرمن وګڼئ او وروسته بیا د دې اړیکې د دوام او پرې کولو په اړه فکر وکړئ. کله چې یوه مېرمن دې باور ته ورسېږي، نو نور د اروايي او عاطفي ګواښ لپاره ځای نشته.

آیا ارزښت یې لري!؟

ټولې هغه مېرمنې او نجونې چې د متاهله نارینه‌وو سره اړیکه پالي غوښتل کېږي، چې په ژور لید سره یادو شویو مسایلو ته فکر وکړي، آیا متاهل او کورنۍ لرونکی نارینه، چې څرګنده نه ده د دې موضوع تر خبرېدو وروسته به یې د کورنۍ، مېرمنې او شاوخوا خلکو عکس‌العمل څه وي، د دې ارزښت لري، چې پرې زړه وتړل شي، مینه ورسره پیدا شي، خپل ځان د هغه لپاره وقف کړئ، د ژوند بډایه شتمني ( ځواني) مو د هغه لپاره له لاسه ورکړئ او د هغه لپاره د خپل ژوند تر ټولو بهترینه دوره له منځه یوسئ او د ښه واده چانس له لاسه ورکړئ.

نامعقول واده ته غاړه مه ږدئ

دا ښکاره او څرګنده ده، چې ټول انسانان د ژوند په یوه نه یوه پړاو کې، عاطفي او احساسي او مادي اړتیاوې ډېرېږي، په بل عبارت په ګډ ژوند کې آرامتیا د واده له موخو څخه ګڼل کېږي او که چېرې دا آرامي شتون ونه لري، نو شتمني او پیسې به هم خپل جذابیت له لاسه ورکړي؛ باید ووایو چې اوس وخت د مناسب واده شرایط د ټولو ځوانانو لپاره مهیا نه دي او ډېری ځوانان د دې ډول مسایلو سره لاس او ګرېوان دي، خو دا د نامعقوله واده لامل باید نشي.
نو سپارښتنه کېږي، چې د صبر ترڅنګ، باید قناعت وکړئ او د ذهني ګډوډیو او بېځایه نښتو سره ځان د یوه نا مناسب واده په لومه کې مه نښلوئ. همدا چې تاسې په خپله د دې واده نامعقولیت ته پام شي، نو حتما ځان په یوه ډول دې اړیکې ته مجبور شوي، ګڼئ، که مو د مثبت اندۍ وړتیا زیاته وي، پام کېږي مو، چې په اصل کې مجبور او اړ نه یئ، د عقل او باطني میل برعکس داسې اقدام وکړئ.
سرچینه: بیتونه