لیکنه: محمدصابر حمیدي
د اسپانیا هیواد د ایبیزا ښار په یوې الوتکه کې وروسته له هغه مسافرو یو له بل سره شخړه وکړه، چې یوه مسافر ماسک نه وو کړی.
په یوې ویډيو کې لیدل کیږي، چې خدمتګاران په دې لټه کې دي، چې مسافرین ارام کړي، خو بل پلوه بیا یو شخړه کوونکی په لوړ ږغ وايي، چې دلته ماشومان دي.
Gewoon het internet gesloopt vandaag! Het nieuws over de wodka-drinkende Britse vechtersbaas aan boord @KLM vlucht heeft ook Canada 🇨🇦 bereikt ✈️https://t.co/PPEfZUV5FW
— The Mic High Club Luchtvaart Podcast (@MicHighClub) August 2, 2020
عیني شاهیدان وايي، چې د KLM هوايي شرکت الوتکې په یوه پرواز کې یو سړی له نورو سره د ماسک پر کولو په بحث بوخت وو، چې وروسته همدې مسافر پر نورو حمله وکړه.
دا شاهدان وايي، چې دې شخړه کې ۱۰ مسافرو ګډون درلود.
له کله چې کورونا ویروس په ټوله نړۍ کې خپور شوی، ماسک کول په ډېرو هیوادونو کې ضرور ګڼل شوي.