د کرونا له برکته دوو خویندو نیمه پیړۍ وروسته سره وموندله

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: محمدصابر حمیدي

دوې خویندې، چې ۵۰ کلونه یې یو له بل سره نه وه لیدلې د امریکا په نبراسکای ایالت کې یو ځلې بیا سره یو ځای شوې.
د UPI خبري اژانس د راپور له مخې د کریپن په نوم یوه ۷۳ کلنه ښځه په تېره مې میاشت کې په کورونا ویروس اخته شوه.
له هغه وروسته دا ښځه ۳۰ ورځې په یوه روغتون کې بستر شوه.
تر بسترېدو وروسته جوړه شوه او د امریکا فریمونت ښار ته یوه بل روغتیايي مرکز ته ولاړه تر څو د قوي کېدو لپاره یې درملنه وشي.
په یاد مرکز کې د کریپن ۵۳ کلنه خور «بورو» له ۲۰ کلونو راهیسي دنده درلوده او د ناروغانو په لیست کې یې د خپلې خور«کريپن» نوم ولید.
وروسته پوه شوه، چې دا یې خور ده او ددې په نوم لیدلو سره یو ډول تعجیب یووړه.


بورو په دې تړاو وویل:

«زما لپاره په دې باور کول ناممکنه وه. وروسته مې فکر وکړ، چې اوو خدایه دا به زما خور یي.»

دا چې د ۷۳ کلنې کريپن حافظه د زوړوالې له امله ستونزه لري، نو بورو ورته پر تخت د خپل پلار نوم نویشته کړ او کریپن ورته وویل، چې هو زه ددې سړي لور یم.
کريپن چې خورا زیات کلونه یې د خپلې خور په پيداکولو کې هڅه کړې وویل:

«دا د خدای ج مهربانیت دی، چې زه یې دې مرکز ته راوستلم. زه خدای ج په دې خاطر دې مرکز ته راوستلم، چې خپله خور پیداکړم.»

دا دوې خویندي ۵۰ کلونه سره نادرکه وې. دوی له یوه پلاره، خو له دوو جلا مورګانو څخه زېږېدلې دي.
کریپن خپل مور لویه کړې اما بورو هغه مهال چې ۶ میاشتنې وه په یوه بل کور کې د نامعلوم دلیل له امله لویه شوې.
ویل کیږي، چې دا دوې خویندي نوري خویندي او وروڼه هم لري او د هغوی په موندلو هم بریالي شوي.