کله ناکله مې د ځینو خلګو ناشکري لږ وځوروي. زما یوازینۍ هڅه داده، چې له انسانانو سره بریا ته د رسېدلو پر لار مرسته وکړم او ویې لمانځم، ترڅو د خپل تر ټولو غوره ژوند پر ترلاسه کولو وتوانېږو. ځیني وختونه غواړم صرف دا جادوګره کلیمه ترې واورم: مننه!
هو، پوهیږم چي له یو چا سره د تمې یا بدلې په موخه نیکې کول ډالۍ نه، بلکې سوداګري بلل ده او په دې هم ښه خبر یم چې ژوند د حساب و کتاب ساتلو خورا دقیق سیسټم لري، په بله ژبه: څه چې کرې هغه به رېبې؛ مګر ماته د یادې جادوګرې کلیمې بیا ـ بیا اورېدل ډېر خوند راکوي.
پرون مې له یوه ملګري سره سهارنۍ نوش جان کړه، هغه په خپله اداره کې ګڼ شمېر خلګ په خپل اصلي ځواک پوهولي او په هغوی کې دننه رهبر و انسان یې په پېژندلی دی. راته ویې کتل او ویې ویل:
«رابینه! د سوداګرۍ په دې دومره ډېرو کلونو کې یوازې پر هغو ګوت شمیرو خلګو حساب کولای شم، چې زما په مرسته خوشحاله شوي دي.»
زما دا خبري پر حقیقت ولاړې دي. په شرکت په خپله اداره کې تر یوې سروې وروسته وموندله چي د ډېریو کارګرو د استعفاء لامل کم معاش نه، بلکې د هغوی د کار نه ستاینه او له پامه غورځونه وه. د انسان وړتیا هله متزلزله کیږي، چې مننه ترې ونشي. د «Herman Miller» شرکت چلوونکی مکس ډي پري خورا هوښیاري خبري کوي او وايي:
«د یوه رهبر لومړنی مسوولیت د حقیقت ویل و وروستی هغه یې مننه کول دي.»
نو همدا نن یو څو دقیقې وخت د هغو خلګو پر در یادولو ولګوه، چې باید ولمانځل شي، مننه ځني وشي او ورته وویل شي، چې مرسته یې ډېره ګټوره وه. ښه په خوند او د زړه له کومې ورته ووایه: مننه! پر دغه جادوګر توري هیڅ لګښت نه راځي، مګر یوه دنیا توپير راوستلای شي.