تادین خان: سرتیري مو جګړې ته د مېلې په څېر په جوش او خروش ځي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د کندهار امنیه قومندان تادین خان ویلي، چې زموږ سرتیري جګړې ته د میلې په څېر په جوش او خروش ځي.
تادین خان په خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلې، چې د هیواد له هرې سیمې ورسره هیوادوال تماسونه نیسي او د پاکستاني پوځیانو په وړاندې د جګړې د ورتګ غوښتنه کوي.
هغه لیکلي:

« د هېواد له ګوټ – ګوټ څخه زرګونه افغانان تماسونه نیسي او د پنجاپ په وړاندې د جګړې لپاره د راتګ غوښتنه کوي.زه ‌‌‌‌‌‌له ټولو هېوادوالو مننه کوم او ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکوم، چې زموږ سرتېرې له هره څه پوره دي او جګړې ته د مېلې په څېر په جوش او خروش روان ځي.»


تادین خان وروسته له هغه دا خبره کوي، چې پرون پنجشنبه مازدیګر د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته وشوه.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي له  رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې دې جګړې د شپې تر ۱۱ بجو دوام وکړ.
د بهیر احمدي په وینا له پاکستاني لوري په سوو بریدونو کې ۱۵ ملکي کسان وژل سوي او ۸۰ تنه نور ټپيان دي.
له هغه وروسته دفاع وزارت ټولو پوځي قوتونو ته لارښوونه وکړه، چي د تیار سي په حالت کې اوسي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.