بیخي ډېر خلګ داسي انګېري، چې بریالیتوب او یوه موخه ټاکل سړی له کاره باسي. دوی ډېرې ښې ـ ښې لاسته راوړنې په لوی لاس ایسته غورځوي. دوی په هغو تکړه خلګو ډرۍ«فسخند» چې لومړی هدفونه ټاکي او بیا د هغوی د ښې پېژندنې لپاره ځانونه ورته وقفوي. نن سبا له ګڼو کسانو دا سپارښتنه ډېره اورم، چې که په بریا پسې لیونی شوې، نو د دنیا نورې چارې درڅخه پاتېږی. بیا به نه چنداني ارزښت ولرې او نه به کوم لوی کار وکړای شې. دا نو داسي مانا لري لکه یو تکړه سړی چې د ترحم، ټولنیزتوب، او نیکۍ کولو تومنه هیڅ لري نه. سراسر یو پوچ سوچ.
زه خپله په دې باور یم چې یو فوق العاده ژوند بریالیتوب او ارزښت دواړه رانغاړي. د ژوند اره مانا توازن دی. له بریالیتوب پرته انسان د خپل درون په تر ټولو غوره برخه کې یو ډول تشه احساسوي. د انسان جوړېدلو د بهیر یوه برخه د خپلو سترو ډالیو پېژندنه او بشپړ ژوند کول دي. موږ پیدا د همدې لپاره یو چې ستر خلګ شو. لویې لاسته راوړنې لرل په ساده ژبه د عملي نوښت یو غبرګون دی. سړی چې هر څومره ډېر ارزښتمن کارونه کوي، هغومره یې طبیعي نوښتیز ځواک ورسره لویېږي.
بریالیتوب په خپل ذات کې یو ابتکار دی او که د کار او ژوند ترمنځ توازن مراعت کړل شي، نو قناعت ته د ځان رسولو تر ټولو عالي لار هم ده. په وارو ـ وارو مې د یوه ارزښتناک کار تر پای ته رسولو وروسته یو بې ساری ښه او داسې احساس کړی دی چې ډېر کم شیان یې په خوند کې سیالي کولای شي. د ارزښتمنو کارونو له کولو سره د انسان خوښي زیاتېږي. بریالیتوب په انسان کې د خوند چینه راخوټوي. خو په دې شرط چې کړنې مو باید یوه محسوسه ګټه ورسوي، کنه نو فکر کوم خپل ژوند به هسې تش او بې موخې راته ښکاره شي. له خیر ـ ښېګڼې پرته بریا ته په رسېدلو سره به خاماخا انسان ته ځان بې ګټې ایسي.
په دې دنیا کې له ځانه یو بې جوړې کاریګر جوړول او د یوې عالي بریا پر لور ګامونه اخیستل هیڅ بده خبره نه ده. بریا په اصل کې د ځاني درنښت یو مقعول غبرګون دی، مګر په بریا پسي د منډو وهلو پر مهال لطفا په مخه درتلونکو انسانانو ته شا مه وراړوه او د دې نړۍ په بهترولو کې خپله ونډه ضرور واخله. همدا هغه تر ټولو له ارزښته ډکه برخه ده. د دواړو په پاللو سره به د ستر سړي غوندي ژوند ولرې.