په ژوند کې تل له پېښو سره د مقابلې لپاره چمتو  و اوسئ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

چمتووالی د حرفه‌یي کسانو نښه ده. چمتووالی او تدارک لیدل، د یوه بریالي کس نښه ده. کله چې مو په دنده کې پرمختګ کوئ، دېته مو پام کېږي چې عالي او ښو کسانو ډېر وخت په تدارک مصرف کړی. ۱۰٪ ښه کسان په خپله دنده کې له نورو کسانو څخه ډېر تدارک ویني.
یو له هغو تکنیکونو څخه، چې د ژوند د سفر لپاره او مقصد ته د رسېدلو د احتمال د ډېرولو لپاره ترې کار اخیستلی شئ، د ممکنه بدې پایلې اړه فکر کول دي او له ځانه وپوښتئ تر ټولو بده پېښه، چې په دې سفر کې کېدای مخته راشي، څه ده؟
د یوه ښه متفکر نښه دا ده چې فکر کوي تر ټولو بده پېښه به مخته راشي او له هغې سره د مقابلې لپاره چمتو کېږي. کله یې له ناپلیون بناپارت څخه وپوښتل چې په طالع باندې اعتقاد لرې. هغه ځواب ورکړ:

“هو اعتقاد لرم. په بدو طالعو باندې اعتقاد لرم. فکر کوم چې تل بد اقبالي راسره ده، نو د هغې پر بنسټ پلان جوړوم.”

د بیلګې په ډول، د الوتنو لغو کېدل او یا هم ځنډېدل د هوا د حالاتو او یا فني ستونزو لپاره یوه عادي خبره شوه. له دې حالت سره د مقابلې لپاره باید چمتو واوسئ. باید تل له خپلې الوتنې څخه مخکې او شا ته الوتنو لیست جوړ کړئ، ځکه چې کله مو په خپله الوتنه کې څه ستونزه منځته راځي، وکولای شئ د نورو الوتنو خوا ته ورشئ.

د ژوند تجربه دوه درسه در زده کوي

لومړی چې د تر ټولو بدو پېښو ته چمتو و اوسئ. مهمه نه ده چې نور درته څه وایي، دا احتمال په نظر کې ونیسئ چې امکان لري په خپلو ډېرو خبرو عمل ونه کړي، ځکه چمتو و اوسئ.
دویم منفعل مه اوسئ. د دې پر ځای چې په قار او افسرده شئ، لاس په کار شئ او لارې ته مو ادامه ورکړئ، او یوه بله لار وموندئ.که شرایط مو په خپل زړه نول، مې قبلوئ. د دې پر ځای چې انتظار وباسئ چې کومه پېښه مخته راشي، کوښښ وکړئ چې مخته راشي.
په ژوند کې ځانته يو لیست جوړ کړئ، کومې دندې او کارونه په کوم وخت کې سرته ورسوئ، په څو کلونو کې باید کوم ځای ته ورسېږئ، چې وروسته د وخت له تېرېدلو څخه پوه شئ چې په سمه لاره تللي یاست او که په ناسمه. کله چې حپل مقصد ته نږدې کېږئ، چې خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره زیار وباسئ په پام کې ولرئ د لیست د نه بررسي پایلې به ناسمې وي، مګر په تجارت کې، د اشخاصو ماتې خوړل او مفلس کېدل اړینو جزیاتو ته د نه پام کولو لپاره کومه عجیبه خبر نه ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.