ایرلېنډ د انګلستان پر وړاندې لوبو ته ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
یاران سپورټ

ایرلېنډ کرکټ بورډ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د انګلستان پر وړاندې درې یو ورځنیو لوبو لپاره یې ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
ایرلینډ او انګلستان د جولای په ۳۰ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د درې یو ورځنیو لوبو پیل د انګلستان په ساوتمټن سیمه کې پېلوي.
د کرکټ نړیوالې شورا د دوشنبې په ورځ د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو سوپرلیګ سیالیو د پېل اعلان وکړ.
د دې لوبو پېل د پنجشنبې په ورځ ایرلېنډ او انګلستان کوي.

دیارلس لوبډلو کې افغانستان، پاکستان، هندوستان، سریلانکا، بنګله دېش، سویلي افریقا، ویسټ انډیز، اسټرالیا، نیوزیلېنډ، انګلستان، ایرلېنډ، زِمبابوې او نېدرلېنډ لوبډلې شاملې دي.
دغه لوبډلې به په خپلو کې دوه لوبلړۍ کوي، چې یوه به یې په خپل کور او بله به د مقابلې لوبډلې په هېواد کې ترسره کوي.
د سوپرلیګ پړاو لوبو څخه موخه ۲۰۲۳ م کال نړیوال پنځوس اوریزجام ته ورتګ دی.
د سوپرلیګ پړاو لوبو څخه ۷ لوبډلې په مستقیم ډول نړیوال جام ته ځي او پاتې ۹ لوبډلې به د کوالیفای جام یا غوراوي لوبو څخه نړیوال جام ته لار پېدا کوي، د غوراوي جام لوبې له نړیوالو پنځوس اوریزجام څخه څو ورځې وړاندې ترسره کېږي.

د ایرلېنډ کرکټ لوبډله

انډریو بلبېرني لوبډلمشر، پال سټېرلېنګ مرستیال لوبډلمشر، کورټېس کېمپر، ګېرېت ډېلاني، جوش لېټل، انډریو مک براین، بېري مک کرتي، کېوېن اوبراین، ویلیم پورټرفیلډ، بوایډ رېنکېن، سیمي سېنګ، هري ټېکټر، لورکن تکر او کرېګ یانګ.

د ایرلېنډ ډېره پخوانۍ لوبډله ده، چې څو ځل په نړیوالو جامونو کې لوبېدلې؛ خو په دې وروستیو کې یې لوبې کمزورې شوي او لوبډله یې یو څه له روب څخه لوېدلې ده.