ځوان لوبغاړی حضرت الله ځاځی وپیژنئ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه: محمدنسیم حمیدي

حضرت الله ځاځی د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي تیز چپ لاستې  توپوهونکی دي، چې په ۱۹۹۸م کال د مارچ میاشتې په ۲۳ نیټه په پکتیا ولایت کې زېږیدلی.
حضرت الله د افغان ملې لوبډلې سره په ۲۰۱۶م کال کې یو ځای شو.
هغه د نړۍ په کچه شپږم لوبغاړی دی، چې یوه اور کې د شپږ شپږیزو ریکارډ جوړوي.
ځاځي لومړۍ نړیواله لوبه په ۲۰۱۸م کال کې د ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلې په وړاندې ترسره کړه.
یاده لوبه یو ورځنۍ لوبه وه، چې حضرت الله ځاځي پکې ښه توپوهنه ترسره  نه کړه. یاد لوبغاړي یوازي پکښې ۱۴ منډي وکړي هغه لوبه افغانستان کرکټ ملي ټيم په ۲۹ منډو وګټله.
 

شل اوریزه لوبې یې

حضرت الله ځاځی د شل اوریزه لوبو یو ډېر پیاوړی او تیز توپوهونکی دی، چې هر وخت یې د خپل ټیم لپاره ښه توپوهنه ترسره کړې ده.
ځاځي تر اوسه پوري ۱۵ شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي، چې په دې ۱۵ شل اوریزه لوبو کې یې ۵۷۰ منډې کړې دي، په یوه لوبه کې یې ښه توپوهنه د ۱۶۲ منډو ده، یاد لوبغاړي دا ۱۶۲ منډي په ۲۰۱۹م کال کې د ایرلینډ ملې لوبډلې په وړاندې ترسره کړې.
په همغه لوبه کې لومړی توپوهنه د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ترسره کړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د دریو لوبغاړو په سوځیدو سره ایرلینډ لوبډلې ته د ۲۷۸ منډو ستر هدف وټاکی.
د افغانستان کرکټ ملي ټيم لپاره حضرت الله ځاځي په ۶۲ توپونو باندي ۱۶۲ منډې وکړي.
کله چې د ایرلینډ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۹۶ منډې وکړي او افغانستان ته یې په ۸۴ منډو لوبه وبایلله.
په هغه لوبه کې افغانستان لوبډلې بیلابیل ستر ریکاډونه مات کړه.
په شل اوریزه لوبه کې تر ټولو لوړ هدف هغه ۲۷۸ منډې شو.
حضرت الله ځاځی د کرکیټ په نړۍ کي دوهم لوبغاړی دی، چي په شل اوریزه سیالیو په یوه لوبه کي زیاتې ۱۶۲ منډي جوړوي. په لومړي ځای کې بیا د اسټرالیا لوبډلې مخکښ توپ وهونکی ایرن پنچ دی، چې ۱۷۲ زیاتې منډې یې په یوه لوبه کې کړې دي.
همدارنګه حضرت الله ځاځي د خپلې توپوهنې په یوه لوبه کي ۱۶ شپږیزي وهلې دي او په دې سره په نړۍ کي لومړنی لوبغاړی دی، چي په یوه پاڼۍ کي دومره زیاتې شپږیزې وهي.
دا ریکارډ اوس د حضرت الله ځاځي په نوم دی او تر اوسه کوم لوبغاړی ندی توانېدلی، چي د شل آوریزه سیالیو په یوه پاڼۍ کي دومره زیاتي شپږیزي ووهي.
د دې ترڅنګ حضرت الله ځاځی دویم افغان لوبغاړی دی، چي په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کي سلیزه لري، خو په عموم کي لومړی افغان لوبغاړی دی، چي ۱۵۰ منډې لري.
د افغانستان دا تکړه چپ لاستی توپوهونکی په شل اوریزه سیالیو کي درېیم نړیوال لوبغاړی دی، چي په ۴۲ توپونو ئې چټکه سلیزه وهلې.
د دې ترڅنګ په شل اوریزه لوبو کې تر ټولو ښه ملګرتیا د عثمان غني او حضرت الله ځاځي ترمنځ وه، چې په هغه لوبه کې یې په دواړو ۲۳۶ منډي وکړې.
او په شل اوریزه لوبو کې د یوی لوبډلې لخوا ډيري شپږیزي، په هغه لوبه کې افغانستان لوبډلې  ۲۲ شپږیزې ترسره کړې.
حضرت الله ځاځي په شل اوریزه لوبو کې دوې پنځو سیزي او یوه یې بیا سلیزه وهلې ده، همدارنګه یاد لوبغاړي په شل اوریزه لوبو کې ۴۹ څلوریزي او ۴۰ یې بیا شپږیزي وهلې دي.

یو ورځنۍ لوبې یې

ځاځي تر دې دمه پوري ۱۶ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي، چې په دې ۱۶ لوبو کې یې ۳۶۱ منډي کړې، په یوه لوبه کې یې ښه توپوهنه د ۶۷ منډو ده، یاد لوبغاړي په یو ورځنیو لوبو کې کومه سلیزه نده پوره کړې، خو په خپل کیریر کې له ځان سره دوي پنځوسیزي لري.
د دې ترڅنګ یې په یو ورځنیو لوبو کې یې ۳۸ څلوریزي او ۱۷ یې بیا شپږزي وهلي دي.

لیست اې لوبې یې

حضرت الله ځاځي تر اوسه پوري ۲۵ لیست اې لوبې ترسره کړې دي، چې په دې ۲۵ لوبو کې یې ۵۸۷ منډې کړي، په یوه لوبه کې یې تر ټولو ښه توپوهنه د ۱۰۳ منډو ده، یاد لوبغاړي په لیست ای لوبو کې ۲ پنځوسیزه او یوه یې بیا سلیزه وهلې ده، د دې ترڅنګ حضرت الله په لیست اې لوبو کې ۷۱ څلوریزي او ۲۴ یې بیا شپږیزي وهلې دي.

او فرسټ کلاس لوبې یې

ځاځي تر دې دمه ۱۷ فرسټ کلاس لوبې ترسره کړې دي، چې په دې ۱۷ لوبو کې یې ۱۲۴۶ منډې کړې دي. په یوه لوبه کې یې ښه توپوهنه د ۱۳۳ منډو ده.
همدارنګه حضرت الله په ۱۷ فرسټ کلاس لوبو کې ۳ سلیزې او ۸ یې بیا پنځوسیزې وهلې دي، د دې ترځنګ یاد لوبغاړي ۱۵۳ څلوریزي او ۴۴ یې بیا شپږیزي وهلي دي.
ځاځي خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۱۸م کال کې د ایرلینډ په وړاندې ترسره کړه او همدارنګه یې بیا لومړ‎ۍ نړیواله شل اوریزه لوبه په ۲۰۱۶م کال کې د متحده عربي آماراتو په وړاندي ترسره کړه.