نن مې لور ته د سکېټ بورډینګ لپاره نوې کلکه خولۍ، د لاسونو حفاظتي ټوټې او ځانګړې بوټونه ور رانیول. اوس نو چې ورته وګورې سمه مسلکي ایسي. یوازي دا پاته دي، چې د سکېټ بورډینګ بر تخته سپرېدل زده کړي. هغې ته دغه نوي شیان ډېره مزه ورکوي. سکېټ بورډینګ ددې په اند تر ټولو عالي او خوندور ورزش دی. تر دا ګردو ماملو وروسته مو شیان راسره واخیستل او د ساتیري لپاره دباندې ووتو. لور مې یودم راوکتل او ویې ویل:
«پلاره لږ غوندې بېخونده ښکارم!»
ډېره جالیبه او خندوونکې خبره راته ښکاره شوه، مګر سوچ او له ځان څخه دغو پوښتنو کولو ته یې اړ کړم: ایا سره بېخونده غوندې یم؟ د برلاسۍ کچه مې رالوېدلې ده؟ په ژوند کې مې څه کمی راغلی دی؟ او ولې؟
خبرتیا پرېکړې او پرېکړه پایلې ته لاره هواروي. پوهیږم، چې دغه کرښه مې همدومره ډېره مهمه ده. په خپل ژوند کې د اصلاح وړ څېزونو پېژندنه د غوره پرېکړو لامل ګرځي او غوره پرېکړې بیا غوره پایلې لري. د هغو کمزوریو له منځه وړنه ناشونې ده، چې سړي ته اصلا ورمالومې نه وي.
د مرګ پر بستر د څملاستو پر مهال به مو تر ټولو ستره پښیماني دا وي، چې ولې مو پر شیانو او پېښو سوچ کولو ته کافي وخت ورنکړ. یاني ولې مو ښه ژوره بیا کتنه نه پر کوله. د دغې شیبې له تجربه کولو ځان وساته. فکر کولو ته وخت وروباسه. له ځانه وپوښته چې په ژوند کې دې باید کوم ـ کوم شیان بدل او سم کړل شي. له ځانه وپوښته چې څه ـ څه باید وشي. له ځانه وپوښته چې کومو ـ کومو ارزښتونو ته باید پابند پاته شې. له ځانه وپوښته چې څومره استثنايي، باخبره، لېوال او جالب یې؟
تر دې وروسته نو پاڅه او له خپل ژونده خپل پيغام جوړ کړه. او په هیڅ وجه مه پرېږده چې په خوند کې دې یوه ذره کمی هم راشي.