په ټېسټ لوبو کې د براډ پنځه سوه وېکټې اخیستل ستره لاسته‌راوړنه ده

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
سپورټ یاران

براډ د انګلستان لپاره د یو نوي ریکارډ سره مل دی، نوموړي په ۱۴۰ ټېسټ لوبو کې ۴۹۹ وېکټې اخیستي او یوازې یوه وېکټ پاتې ده، چې خپلې ۵ سوه وېکټې پوره کړي.
۳۴ کلن سټورټ براډ د ویسټ انډیز خلاف درېیمه ټېسټ لوبه کې په درېیمه ورځ ۶ وېکټې واخیستې او یو ځل بیا یې د ویسټ انډیز د دویمې پاڼۍ پېل د دوو وېکټو په اخیستلو سره وننګاوه.
درېیمه ټېسټ لوبه کې براډ اته وېکټې اخیستې او که یوه وېکټه د دوشنبې پر ورځ واخلي، خپلې ۵ سوه وېکټې به پوره کړي.

براډ د نړۍ په کچه څلورم فسټ یا چټک توپ اچوونکی دی، چې ۵ سوه وېکټې پوره کوي.
له ده وړاندې کورټني والش له ویسټ انډیز څخه و، چې ټېسټ لوبو کې یې ۵ سوه وېکټې اخیستې، اسټرالیایي مک ګرات هم د پنځه سوو وېکټو هدف پوره کړی او جېمز انډرسن د انګلستان لپاره ټېسټ لوبو کې د وېکټو اخيستلو برخه کې له ۵ سوه کرښو ور اووښتی او اوس براډ دا پوله ماتوي.

براډ او ټېسټ لوبې یې

براډ ۳۴ کاله عمر لري چې د انګلستان لپاره په ټېسټ لوبو کې توپ اچونه کوي، ده په ۱۴۰ ټېسټ لوبو کې ترې دمه ۴۹۹ وېکټې اخیستي او خپله پنځه سوه ومه وېکټ نمانځي.
یوه لوبه کې یې په ۱۵ منډو ورکولو سره ۸ وېکټې اخیستل غوره توپ اچونه ده.

۲۰۰۷م نړیوال شل اوریز جام کې پرې د هندوستان کیڼ لاسي توپوهونکي یوراج سېنګ شپږ شپږیزې په یو اوور کې وهلې وې.
په ټېسټ لوبو کې یې ۱۸ ځلې، پنځه پنځه وېکټې او ۲ ځلې یې لس، لس وېکټې اخیستې دي.
براډ اوسمهال د انګلستان په ټېسټ لوبو کې یو باوري بالر بلل کېږي او ټېسټ لوبوکې ترې د انګلستان کرکټ لوبډله د وېکټو اخيستلو ډېره تقاضا کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.