هغه اسانه چل چې زما تر لارښوونې لاندې سوداګر یې مثبت اغېرمن کړی دی، دا دي: که غواړې خوښ و اوسې، نو هغه کارونه ډېر کوه چې د خوښۍ احساس دربښي.
پوهېږم چې دغه ټکی له ورایه ډېر ساده او روښانه ښکاري، مګر په حقیقت کې داسې نه ده. څومره چې له ماشومتوبه رالېرې کېږو او لویېږو، هغومره مو د خوښوونکو کړنو او هغو شیانو په کولو کمښت راځي چې زړونه مو پر نڅا راوستلای شي.
یوه سوداګر مشتري مې څه وخت مخکې راته وویل، چې د ځوانۍ په لومړیو کې یې د بایسکل سپرلۍ زښته زیاته خوښېده او کثره به یې په ساعتونو ـ ساعتونو چلاوه. راته کړل یې:
«خو کله چې مې اولادونه وزېږېدل او کارونه مې زیات شول، نو له بایسکل چلونې مې لاس واخیست. ژوند بېخې بوخت شو، مګر باید ووایم چې هغه مې د ژوند تر ټولو ښکلې ورځې وې.»
یوه بل مشري، چې ډېر تکړه متشبیث دی، راته وویل چې د ځوانۍ پر مهال یې د موسیقۍ په یوه ډله کې ډرم ږغاوه. ویې ویل:
«زبردست وختونه ول. وروسته مې خپل کاروبار پیل کړ او کرار ـ کرار مې پښه بنده شوه. ډرم ږغونه مې سخت یادیږي. که اوس راورسیږي ځان به پکې ډوب کړم.»
کرار راولاړ شه او په خپلو اوونیزو مهالوېشونو کې هغه ۱۰ تر ټولو ډېر د خوښي شیان او کړنې ولیکه، چې زړه دې در باغ ـ باغ کوي.
غښتلی سوچ: په مهالوېش کې لیکل کېدونکي کړنې د عمل جامه اغوندي، پر پاڼه لیکلي شیان یوازي نظریي دي؛ او تکړه خلکو خپأ دا زبردست ژوند او دوامداره د نظریو په مټ ندی ترلاسه کړی. دوی د خپل سترتوب بنسټ پر ډبرین عملي ځواک درولی دی. د دوی ځانګړتیا د کارونو ترسره کول او عمل دی.
لس اوونیزو پلان ډېر کارنده او اغېزناک دی. که زړه و اروا خوښوونکې کړنې بیا تکرار کړې، نو له خپل ورک خوشحال طبیعت سره به بیرته ونښلول شې. د ژوند اره موخه هم خوشحالېدل دي. البته مازي خوشحالېدل نه. بلکې د رښتیاګو خوشحالېدل.