سپورټ یاران
رکیم کارنوال، چې پوره نوم یې راکیم راشان شېن کارنوال دی، په ۱۹۹۳م کې د ویسټ انډیز په انټېګوا سیمه کې زېږېدلی دی، په ښي لاس اف برېک توپ اچونه کوي.
په لومړیو کې یې د لیو وارډ ایلېنډ یا جزیرې لپاره لوبه کوله، بیا د کارابین سوداګریزو لوبو برخه شو او بالاخره په ۲۰۱۹م کې د ویسټ انډیز لوبډلې ته راورسېد.
د ویسټ انډیز د قهرماني جام لوبو کې د کال غوره کرکټر شو.
په ۲۰۱۹م کې یې د افغانستان خلاف غوره ټېسټ کرکټ توپ اچونه وکړه او د افغانستان خلاف یې ۹ لوبغاړي وسوځول.
رکیم کارنوال او وزن یې
کارنوال اوسمهال ۱۴۰ کیلو ګرامه وزن لري او ټېسټ لوبه کوي.
نوموړی د انګلستان خلاف ټېسټ لوبه کې لوبېږي او د اف برېک توپ اچوونکي رول ادا کوي.
د انګلستان خلاف یې ۲۷ اورونه کړي، پنځه اورونه یې مېډن کړي او ۸۵ منډې یې ورکړي.
کارنوال اوس داسې یو لوبغاړی دی، چې د نړۍ په کچه زیات وزن کې ریکارډ لري او ټېسټ لوبه کوي.
۲۰۱۶م کې هغه د ویسټ انډیز د ولسمشر په ۱۱ کسیزه لوبډله کې شامل شو او د هندوستان لوبډلې خلاف ولوبېد.
۴۱ یې منډې وکړې او هم یې ۵ وېکټې واخیستې.
په ۲۰۱۷ کې هم دی په همدې لوبډله کې ولوبېد او د انګلستان خلاف راڅرګند شو.
۵۹ مهمې منډې یې وکړې او له بل لوبغاړي یې سره ۱۲۳ منډې ملګرتیا وکړه او توپ اچونې برخه کې یې یواځې یوه وېکټ واخیسته.
په یوه تمریناتي لوبه کې د پاکستان خلاف هم ولوبېد.
په ۲۵ توپونو چټکه نیمه سلیزه
په ۲۰۱۸م سي پي اېل لوبو کې سېنټ لوسیا سټارز لوبډلې وپېره، ده په یوه لوبه کې په ۲۵ توپونو ۵۰ منډې پوره کړې او دویم غوره لوبغاړی و، چې په ښه اوسط یې توپوهنه کړې وه.
په ۲۰۱۸ او ۱۹ م کلونو کې د لیوارډ ایلېنډ لوبډلې لپاره تر ټولو غوره وېکټ اخیستونکی و.
په ۹ لوبو کې یې ۵۴ وېکټې اخیستې وې.
۲۰۲۰م کې سېنټ لوسیا زوکس لوبډلې پېرلی او راروان سي پي اېل کرکټ لیګ کې به ولوبېږي.