ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس
په خپل نفس د اعتماد د لوړولو لپاره ډېرې لارښوونې شته چې دلته يې ځيني په لنډ ډول تاسو ته وړاندې کوو:
په الله تعالی باور ولرئ او هيله من واوسئ.
په خپلو وړتياوو فکر وکړئ او ويې کاروئ.
د هيله بښوونکو جملو په تکرارولو سره خپله روحيه غښتلې کړئ او نورو ته هم انرژي وروبښئ.
د قوي هوډ په درلودو سره خپلې موخې ته ځان ورسوئ او د نورو د فکر تقليد مه کوئ.
له ماتې څخه مه وېرېږئ او هغه د برياليتوب پیلامه وګڼئ.
د پرمختګ په اړه فکر وکړئ.
په پرلپسې ډول خپل ځان ته تلقين ورکړئ او ووايئ چې زه يې کولی شم.
د هرکار د پيل څخه وړاندې ښه او ژور فکر وکړئ.
په جلسو او غونډو کې په لومړيو ليکو کې کښېنئ.
د نورو سره د وينا پر مهال، له هغو سره د سترګو اړيکې پياوړې کړئ.
په لوړ غږ، څرګندې او سپېڅلې خبرې وکړئ.
د نورو سره د ستړې مشي پر مهال، له هغو سره کلک روغبړ وکړئ.
په جلسه کې نظر ورکړئ، يوازې اورېدونکی مه پاتې کېږئ.
موسک واوسئ او په خلاص وچلي د نورو سره مخامخ شئ.
خپل ځان مو وپېژنئ، د قوت ټکي مو غښتلي کړئ او د ضعف ټکي مو کم کړئ.
په هر وخت او هر ځای کې په خپلو خبرو او کړنو څارنه وکړئ او ورته متوجه واوسئ.
په خپلو احساساتو، غوښتنو او عواطفو مو برلاسي واوسئ.
ځيني منفي عبارتونه او ناهيله کوونکې خبرې مو د وخت په تېرېدو سره له ذهنه وکاږئ. د بېلګې په ډول: پرې يې نښودم – بخت مې نه و – ومې نشو کړی – زما په وس کې نه ده… .
مخکې له دې چې يو کار پيل کړئ، د هغه په اړه خپل مالومات بشپړ کړئ. مخکينی چمتووالی ستاسو اعتماد لوړوي.
خپلې ځانګړې وړتياوې وپېژنئ او هغو ته وده ورکړئ.
پرمختګ يوه اوږدمهاله او تدريجي لړۍ وګڼئ او ګام پر ګام مخکې ولاړ شئ.
د خپل ځان لومړنی او صميمي ماشوق او هڅوونکی واوسئ.
په دې باور ولرئ چې د برياليتوب او پرمختګ وړتيا لرئ.
تل بايد خپل ځان ته يادونه وکړئ، چې بايد د لوی زړه خاوند واوسئ.
زده کړه وکړئ، د نورو په برياوو خوشحاله شئ او هېڅکله حسادت و کینه مه کوئ.
تېر هېر کړئ، سبا ته هيله من واوسئ او پر نن تمرکز وکړئ.
چېرته مو چې احترام نه کېږي، هلته مه ورځئ.
لږې خبرې وکړئ او ډېر کار.
په افواهاتو او دروغو وخت مه ضايع کوئ.
پلار، مور، کورنۍ او رښتينو ملګرو ته لومړيتوب ورکړئ.
هيله بښوونکي کتابونه مطالعه کړئ.
هر سهار او ماښام خپل کاري پلان وارزوئ.
په برېښنايي وسايلو او ټولنيزو رسنيو کې ډېر مه ډوبېږئ، پلان ورته جوړ کړئ او د پلان مطابق يې وکاروئ.
تفرېح، ورزش او ملګرو ته وخت ځانګړی کړئ.
له ډار، وېرې او تشويش څخه واټن واخلئ، ځکه د وخت په تېرېدو سره مو لکه د لرګيو چنجيو په څېر خوري.
د خوشحالۍ پر مهال شکر وکړئ او په خپګان کې د صبر مېوه غوره کړئ.
د (نه) بدرنګه کليمه ډېره مه کاروئ.
د (هو) ښکلې کليمې سره مينه وکړئ او ډېره يې وکاروئ.
پورته ويناوې، ولولئ، فکر پرې وکړئ او تکرار يې کړئ.