لیکنه: محمدنسیم حمیدي
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغرافغان هغه لوبغاړی دی چې په شپږیزه کرکټ لیګ کې یې تر جاوید احمدي وروسته ډېرې منډې جوړې کړې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوکپاڼې د اصغرافغان د دې منډو یاودنه کړې، چې په شپږیز کرکټ لیک د زیاتو منډو جوړولو په لوبغاړو کې دویم دي.
اصغرافغان په شپږیزه کرکټ لیګ کې تر دې دمه ۳۶ لوبې ترسره کړې دي، چې په دې ۳۶ لوبو کې یې ۱۰۲۰ منډې کړې او په یو لوبه کې یې تر ټولو ښه توپوهنه د ۹۲ منډو ده.
د دې تر څنګ اصغرافغان په یادو سیالیو کې اووه پنځوسیزي وهلې، خو کومه سیلیزه یې نه ده وهلي.
همدارنګه د اصغرافغان اوسط منډي په هر لوبه کې ۳۵،۱۷ منډې دي.
د افغان کرکټ ملي لوبډلې پياوړی توپوهونکی جاوید احمد بیا هغه لوبغاړی دی، چې په شپږیزه کرکټ لیګ کې یې تر نورو ټولو لوبغاړو ډېرې منډې جوړې کړې دي.
جاوید احمدي په شپږیزه کرکټ لیګ کې ۳۸ لوبې ترسره کړې دي، چې په دې ۳۸ لوبو کې یې ۱۱۳۳ منډې کړې او په یو لوبه کې یې تر ټولو ښه توپوهنه د ۱۱۷ منډو ده.
ټاکل شوې د شپږیزه کرکټ لیګ د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۳مه پیل او د همدې میاشتې په ۲۵مه پایته ورسېږي.
شپږیزه کریکټ لیګ یو له هغو کورنیو لیګونو څخه دي، چې ډېری پټ استعدادونه ترې رابرسېره کېږي او له مخې یې بیا په ۱۹ کلونو او یا هم په ملي لوبډله کې ځای پر ځای کېږي.
یاد لیګ په لومړي ځل د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په ۲۰۱۳ م کې پرانیستل شو، چې د لومړي پړوا اتلولي یې د سپین غر پړانګانو لوبډلې وګټله.
پروسږ کال د دې لیګ اتلولي د میس عینک زون لوبډلې ګټلې وه. چې سږ کال به د میس عینک زون لوبډله د خپلې اتلولۍ څخه دفاع کوي.