ژباړه: نجم الرحمن ناصري
۲۰/۲۰/۲۰ فورمول
څرنګه چې د زدهکړې فورمول کې روښانه ښکاري ۲۰ دقیقه ای کڅوړې دلته ځای پر ځای شوي چې باید تاسو هغه تمرین کړئ، چې د تسلط سطحې ته ورسېږئ. دا فورمول د سهار له ۵ بجو تر ۶ بجو پورې باید عملي شي.
لومړۍ کڅوړه
د سهار له (۵:۰۰) تر (۵:۲۰)
تحرک
ورزش – د کورتیزول کمېدل – ډېر تمرکز او کار اخیستنه؛
ښه مغز درلودل -BDNF -د خولو تویول؛
زدهکړه – دوپامین زیاتوالی – د انرژي زیاتول؛
وجود ته د اوبو رسول – سروتونین زیاتوالی – کم استرس؛
ژور نفس اخیستل – د متابولیسم جګول – اوږد عمر.
د سهار په لومړیو کې لږ ورزش کول واقعاً ستاسو د ورځې کیفیت ته بدلون ورکوي. په مکمله توګه ستاسو شرایطو کې بدلون راولي، دا کار ستاسو په ذهن باندې جادو کوي، نه یوازې تاسو ویښوي، بلکې ستاسو تمرکز انرژي او د ځان نظم هم جوړوي.
دویمه کڅوړه
د سهار له (۵:۲۰) تر (۵:۴۰)
ژور فکر
د یادداشت کتابچه – شکر کول – زیات مثبت فکر کول؛
مراقبه – د علم زیاتول – د غبرګون کمېدل؛
برنامه جوړول – د خوښیو زیاتول – ډېر خلاقیت؛
عبادت – د خرد منځته راوړل – پیاوړې ښکارندویي؛
تفکر – د هوساینې زیاتول – بډایه ژوند؛
دا کڅوړه تاسې هڅوي چې ژور فکر وکړئ. دا څانګه طراحي شوي چې له تاسو سره مرسته وکړي خپل ټول طبیعي قدرت لاسته راوړئ. خپل استرس کم کړئ،خوښي مو زیاته کړئ او د وجود دننه هوساینه مو بیا لاسته راوړئ.
درېیمه کڅوړه
د سهار له (۵:۴۰) تر (۶:۰۰)
پر مختګ
د موخو مرور – د ذهنیت لوړوالی – ښه درآمد+ډیر اغیز درلودل
کتاب ویل – علم – مهارت
د صوتي کتاب تحلیل – د زیرکۍ زیاتېدل – په بازار تسلط
کست ته غوږ ایښودل – د اطمینان زیاتوالی – شخصي پرمختګ
آنلاین مطالعه – د بدلون استاد – الهام اخیستل
دا د بریالیتوب ۶۰ دقیقه په شخصي پرمختګ پای ته ورسوئ. که دا شخصي پرمختګ کېدای شي د کتاب ویلو او یا د یوه ښه ژوند د یوې ګټوري مقالې د ویلو په مانا وي او یا صوتي او تصویري فایلونو ته غوږ ایښودل او یا هم کتل وي چې تاسو ته وایي څرنګه خپلې اړیکې ښې کړئ او یا خپل مادیت او یا معنویت قوي کړئ هغه څوک چې ډېر زده کوي ډېر بریالی کېږي.
یو له هغو ښو کارونو چې په خپل ژوند یې باید زده کړئ دا دی چې د ورځې پیلول په ورزش کله چې د خوب له ځایه پاڅېږئ، ډېر اهمیت لري.