د بېن سټوکس غوره کارکرده‌ګۍ په لومړي مقام ونازاوه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
سپورټ یاران 

د انګلستان کرکټ لوبډلې تکړه الراونډر بېن سټوکس چې دویمه ټېسټ لوبه کې یې د ویسټ انډیز خلاف د لوبې غوره لوبغاړي جایزه واخیسته، د ټېسټ لوبو په الراونډرانو کې لومړی شو او د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې لوبډلمشر او الراونډر جېسن هولډر یې دویم مقام ته وروسته کړ.
بېن سټوکس په دیمه ټېسټ لوبه کې د درې وېکټې د اخیستلو سربېره په توپوهنه کې د اتل او هیرو رول ولوباوه.
دواړو پاڼیو توپوهنه کې یې ۲۵۸ منډې وکړې او درې یې وېکټې هم واخیستې.
د ده د ښې لوبې له برکته انګلستان، ویسټ انډیز ته په دویمه ټېسټ لوبه کې په ۱۱۳ منډو ماتې ورکړه.
ده او ډام سېبلي په ۴ مه وېکټ ۲۶۰ منډې ملګرتیا وکړه، چې سټوکس پکې ۱۷۶ منډې هم جوړې کړې. ورپسې دویمه پاڼۍ توپوهنه کې یې هم ۷۸ منډې وکړې.
په لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې انګلستان د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۶۹ منډې وکړې او بیا یې پاڼۍ ویسټ انډیز ته پرېښوده.
د بېن سټوکس ۱۷۶ منډې په یوه پاڼۍ کې دویمې لوړې منډې دي، له دې وړاندې هغه د افریقا خلاف ۲۵۴ منډې په یوه پاڼۍ کې کړې وې.
د بېن سټوکس او هولډر پرتله
جېسن هولډر چې د ویسټ انډیز لوبډلمشر دی، له ۲۰۱۷ م کال راهیسې د ټېسټ لوبو په توپوهونکو کې لومړی نمبر الراونډر و.
خو د ۲۰۲۰ م کال جولای میاشت کې له دې تخت څخه راپرېووت او پر ځای د لومړي مقام تاج انګلستاني غوره الراونډر بېن سټوکس پر سر کړ.
د بېن سټوکس نومرې ۴۹۷ دي او د جېسن هولډر نومرې اوس ۴۵۹ دي.
هولډر ۲۸ کاله عمر لري ۲۰۱۴م کې یې د ویسټ انډیز لپاره د ټېسټ لوبو پیل کړی دی.
۴۲ ټېسټ لوبو کې یې ۱۹۵۴ منډې کړي دي او یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۲۰۲ دي.
درې یې سلیزې او ۸ یې پنځوسیزې وهلي دي.
بېن سټوکس ۲۹ کاله عمر  لري، ۲۰۱۳ م کې یې د ټېسټ لوبو پیل کړی دی، ۶۵ ټېسټ لوبوکې یې ۴۳۹۹ منډې کړي دي او یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۲۵۸ دي.
لس یې سلیزې او ۲۲ یې نیمه سلیزې جوړې کړي دي.
ben.JPG

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.