ژباړه: مصور حسني
دا ځل د تکنالوژۍ د برخې تازه حال درته وړاندې کوو!
(ردیاب یا Thim دژر خوب کولو وسیله)
کله کله به مو داسې خلک لیدلي وي چې له کم خوبۍ یا بدخوابۍ سره مخامخ وي او یا هم هېڅ خوب نه لري.
د استرالیا دفلیندرز پوهنتون د لومړي ځل لپاره وروسته د ۱۰ کاله څېړنې یوه داسې دستګاه منځته راوړې ده چې د هغې په اساس کولای شئ چې خپل خوب د یوې اونۍ لپاره ښه تنظیم کړئ.
دا دستګا Thim نومېږي او په لاس کې دانکشتري په ډول په لاس کېږي.
د دې دستګا په واسطه انسان د۳ دقیقو په جریان کې ویده کېږي او بله ځانګړتیا یې دا ده چې کولاي شي د ۱ څخه تر څو ساعتونو پورې یې برابر کړي او هر وخت چې تاسو کار لري دا دستګاه کولای شي چې بېرته مو راویښ کړي.
دا دستګا د may په میاشت کې بازار ته راغلې ده او بیه یې ۱۲۹ ډالره ده.
همدارنګه دا دستګا د استارتر په وېبسایټ کې هم د اپلیکشن په ډول پیدا کولاي شئ.