د هندوستان د کورني کرکټ «IPL» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې ویسټ انډیزي الراونډر انډریو رسل د چیناۍ سوپر کینګز لوبډلې پر بالرانو د شپږیزو باران وکړ.
رسل د کلکتې نایټ رایډرز او چیناۍ سوپر کینګز لوبډلو ترمنځ په سیالۍ کې د لوبې د لمړي اننګز په نیمايي کې میدان ته راښکته شو، چې پیل یې په چټکې لوبې سره وکړ او خپله لوبډله یې د سخت حالت څخه وویسته.
نوموړي د خپل ځان او کلکتې لوبډلې په ګټه په خپلې توپ وهنه کې په ۳۶ توپونو ۸۸ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې، چې په توپ وهنه کې یې ۱۱ سترې شبږیزې او یوه څلوریزه شامله وه.
انډریو رسل نه یوازې په خپلې دې لوبې ترسره کولو سره کلکته لوبدله د سخت حالت څخه وویسته؛ بلکې په روان لیګ کې یې د ډیرو منډو، زیاتو او لوړو شپږیزو وهلو واټن هم په خپل نوم کړ.
په دې سیالۍ کې ویسټ انډیزي انډریو رسل د هر ډول بالر خلاف خپل بیټ را خلاص کړ، چې پکې یې د ویسټ انډیزي ملګري ډواین براو خلاف د ۳ مسلسل شپږیزو هیټرک هم ترلاسه کړ او هم یې په دغه لوبو کې د ۱۰۵ میترو په واټن سره لوړه شپږیزه ووهله، چې تر اوسه بل کوم لوبغاړي په یوې شپږیزه دومره واټن نه دی وهلي.
په سیالۍ کې کلکتې لوبډلې د چینايي سوپر کینګز لوبډلې خلاف ۲۰۲ منډې جوړې کړې، چې پکې تر ټولو ډیرې منډې هم انډریو رسل ۸۸ جوړې کړې.