راپور: عایشه حیدري
شپږ کلن برېجر واکر Bridger Walker، هغه مهال شهرت وموند او د زړورتیا کیسه یې پر ټولنیزو رسنیو د خلکو ترمنځ لاس پر لاس شوه چې خپله کشرۍ خور یې د سپي له برید څخه وژغورله.
برېجر واکر Bridger Walker د امریکې د متحده یالتونو د وایومېنګ Wyoming ایالت اوسېدونکی دی، د نوموړی زړورتیا هغه مهال د رسنیو د سر خبر شو، کله چې سپي د برېجر په خور باندې برید و کړ، دغه پیښه هغه مهال را منځته شوه چې برېجر واکر او خور یې د خپلو ملګرو د کور په انګړ کې په لوبو بوخت و، او سپي پرې برید و کړ. برېجر واکر ځان د سپي مخې ته و غورځاوه او د خپلې خور ژوند یې و ژغوره.
مهربان او زړور برېجر واکر خپله څلور کلنه خور و ژغورله خو سپي د هغه پر مخ خوله ولګوله او و یې داړه. وروسته بیا برېجر د مخ د ټپونو له امله روغتون ته ورسول شو، نوموړی دوه ګړۍ په بېړنۍ خونې کې تر جراحۍ لاندې وو او مخ یې ۹۰ بخۍ یا کوکونه وخوړل.
د نیوزویک او سي این این CNN د راپورونو پر بنسټ برېجر واکر خپلې ترور ته ویلي وو چې (د پېښې پر مهال مې له ځان سره سوچ و کړ، که په دغې پیښې کې څوک مري ښه به وي چې هغه کس زه اوسم).
د برېجر واکر ترور د د نوموړي د اتلولۍ ټوله کیسه به ټولنیزو رسنیو کې خپره کړه د برېجر واکر دغه کار د خلکو له ستاینو سره مخ شو او خلکو یې زړورتیا بې ساري و بلله. ان تر دې چې د برېجر واکر د زړورتیا او اتلولۍ کیسه د ځینو فلمي ستورو او مشهورو څېرو غږونو ته هم ورسېده او هغوی د برېجر واکر له زړورتیا څخه ستاینه وکړه.
اني جکلېن هېثوې Anne Jacqueline Hathaway پر خپل انسټاګرام د برېجر او د هغه د خور د انځور په خپرولو ولیکل:
“زه غچ اخېستونکې نه یم خو کله چې یو اتل و ګورم له ورایه یې پېژنم.“
مارک روفالو د برېجر په ستاینه کې وویل چې ګران برېجر! زه یوازې دا هیله لرلی شم چې زه به ستا د زړورتیا نیمايي زړورتیا و لرم، تاته ژر تر ژره روغتیا غواړم.
همدارنګه د هالیووډ مشهور فلم کیپټان امریکا Captain America مهشور فلمغاړي کریس ایوانز Chris Evans د برېجر د زړورتیا په اړه وویل:
“زه په فلمونو کې د اتل رول لوبوم خو برېجر د حقیقي ژوند اتل دی. دغه فلمغاړی زیاتوي.“
هې برېجر واکر! زه کیپټان امریکا یم، څنګه یې ملګریه؟ پرېږده چې زه هم له هغو کسانو اوسم چې درته وایي ته اتل یې ملګريه.
همدارنګه کریس ایوانز Chris Evans، برېجرس ته د خپل فلم (کیپټان امریکا) یو سپر او خولۍ هم ډالۍ کړې ده.
د دې تر څنګ ټامس سټېنلي هولانډ Thomas Stanley Holland، هوف جکمن Hugh Jackman، زخاري لېوای Zachary Levi، روسو وروڼه Russo Brothers، او وربي امیل Robbie Amell د هغو مشهورو څېرو له ډلې دي چې د برېجر واکر زړورتیا یې ستایلې ده.
د نوموړې کورنۍ وایي چې موږ باید د ماشومانو غوندې خپلې کورنۍ، ټولنې، ایالت او هېواد ته د سولې پیغام ورکړو او په سختو شېبو کې د یو بل لاسنیوی وکړو.