شانګهای؛ اسمانڅکه ودانۍ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري

دا مهال د نړۍ د دنګو ودانیو تر ټولو ډېر شمیر په چین کې دی، د ۲۰۱۹ زېږدیز تر پایه، چین تر ۱۴۰۰ ډیرې داسې ودانۍ درلودې چې لوړولای یې تر ۱۵۰ مټرو زیات وو، او له دې ډلې تر ۵۰ زیاتې یې داسې اسمانڅکې ودانۍ دي چې لوړوالی یې تر ۳۰۰ مټرو زیات دی او په دې منځ کې بیا ۱۱ داسې دنګې ودانۍ هم شته چې لوړوالی یې له ۴۵۰ مټرو هم اوړي.
که څه چین د نړۍ د تر ټولو دنګې دوانۍ کوربه نه دی خو بیا هم دا یادونه کوو چې د نړۍ په لسو تر ټولو دنګو ودانیو کې کابو نیمايي یې په چین کې دي. د نړۍ د لوړو وانیو په نوملړ کې دویم ځای لرونکې ودانۍ هم په چین کې ده چې شانګهای ټاور یې بولي، شانګهای ټاور Shanghai Tower په نړۍ کې یوه ښکلې او پېژندل شوې ودانۍ ده. شانګهای اسمانڅکه ودانۍ Shanghai Tower، ۶۳۲ متره لوړوالی لري له همدې کبله د نړۍ د لوړو ودانیو په نوم لړ کې یې ځانته دویم ځای غوره کړی دی.
3546320_530.jpg
شانګهای د چین تر ټولو مهم ښار او سوداګریز او اقتصادي ښار دی، او په نړۍ کې د ختيځ د نیویارک په نامه مشهور دی. د دې ښار اهمیت له دې درک کولای شئ چې د چین خلکو د خپل هېواد تر ټولو لوړه او زړه راښکونکې ودانۍ په دغه ښار کې جوړه کړې ده.
د شانګهای ټاور Shanghai Tower ودانیزې چارې د ۲۰۰۸ زېږدیز کال په نومبر کې پیل شوې او د ۲۰۱۴ زېږدیز کال په سیپټمبر کې یې ټولې چارې بشپړې شوې او څو میاشتې وروسته د ۲۰۱۵ کال په فبرورۍ میاشت کې پرانیستل شو.
Shanghai_Tower_2015.jpg
شانګهای ټاور Shanghai Tower د ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې، تر پرانیستل کېدو وروسته د چین تر ټولو دنګه ودانۍ ده، له هغه وخت راهیسې دا تر اوسه د کلونو لپاره د چین ترټولو لوړې ودانۍ تاج ور پر سر دی، او په لنډ راتلونکي کې هم خپل ځای او مقام بلې ودانۍ ته نه پرېږدي. شانګهای برج، جین ماو ټاور Jin Mao Tower او د شانګهای نړیوال مالي مرکز Shanghai World Financial Center دواړو ته ډیر نږدې موقعیت لري ، کوم چې په ښار کې دوه نورې لوړې ودانۍ دي. د پام وړ لوړوالي له امله، شانګهای ټاور په خورا اسانۍ د ښار له ډېرو لرې پرتو سیمو هم د لید وړ دی.
Shanghai-tower-architectural-design-4943.jpg
شانګهای ټاور Shanghai Tower د ۱۲۸ پوړونو او ۶۳۲ مټرو لوړوالي په لرلو سره د سیلانیانو پام ځان ته ور اړوي. دا سمه ده چې د لیدونکو او سیلانیانو لپاره تر ټولو حیرانونکي ټکی د دغې ودانۍ لوړوالی دی، خو سیلانیان نه شي کولای د دغې ودانۍ ځانګړې کږه وږه او مارپیچه ظاهري بڼه له پامه و غورځوي.
ستاسو په اند ولې چینایانو مارپیچه بڼه خپلې لوړې ودانۍ ته ټاکلې؟ ځواب دا دی چې چینایانو ځکه د دغې اسمانڅکې ودانۍ بڼه کږه وږه او تاو شوي مار ته ورته جوړه کړې تر څو یاده ودانۍ د بادونو او توپانونو له زیانونو څخه و ساتي او دا طبیعي افتونه دغې ښکلې ودانۍ ته زیان و نه رسوي.
Shanghai-Tower-Genslers-Xiaomei-Lee-on-the-Tallest-Building-in-China-1.jpg
چینایانو دغه ودانۍ په ځانګړو مهارتونو جوړه کړې ده او کله چې په لومړي ځل دغه ودانۍ و وینئ دا سوچ به و کړئ چې شانګهای ټاور ودانۍ د ساتنې لپاره دغې ودانۍ ته یوازې یو ساده پوښ ور کړل شوی دی. شانګهای ټاور Shanghai Tower هم د نورو لوړو ودانیو په څېر ښکلي رسټورانټونه چې خوندور خواړه پخوي، د سوداګريزو او اداري چارو دفترونه لري لري.
که غواړئ د نړۍ ځانګړي او متفاوته ځایونه د یوې لوړې ودانۍ په چوکاټ کې و وینئ هر کله مو چې چین ته سفر درلوده نو ارومرو د شانګهای لیدو ته ور شئ.
پای

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.