د هند IPL سیالۍ د سیپټمبر په ۲۶مه پیلیږي!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ټاکل شوې د هندوستان د کرکټ کورنۍ سیالۍ«IPL» د هند په ځای متحده عربي اماراتو کې د سیپټمبر میاشتې په ۲۶مه نېټه پيل شي او د نومبر میاشتې په ۷مه نېټه پای ته ورسیږي.
د تیري جمعې په ورځ د هند کرکټ بورډ مسوولینو خپلو کې په دې تړاو ناسته وکړه او پکې پرېکړه شوې، چې د هند آی پي ایل سیالۍ به د سیپټمبر له ۲۶مي بیا د نومبر تر ۷مي په متحده عربي آماراتو کې ترسره کړي.
خو هند کرکټ بورډ په دې تړاو رسمي خبر د جولای میاشتې په ۲۰مه نېټه اعلانوي.
ټاکل شوې وه د هند آی پي ایل تجارتي سیالۍ د روان کال د مارچ میاشتې له ۲۹مي بیا د مې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پوري ترسره شوي وای، خو کورونا ویروس وځنډولې.

تر دې مخکي هندي بورډ ویلې وه، د دوی لومړیتوب هند هیواد دی، خو د کورونا ویروس د پراختیا له امله اوس دوی متحده عربي اماراتو کې چمتوالی پيلوي.
متحده عربي آماراتو هم په څو ځلې ویلې، چي د آی پي ایل کوربتوب ته پوره چمتوالی لري.
په متحده عربي اماراتو کې د هند کورنیو سیالیو ترسره کول نوې خبره نده؛ بلکې تر دې مخکې په ۲۰۱۴م کې هم یو ځلې آی پي ایل په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوی او د دې ترڅنګ په ۲۰۰۹م کې بیا هند کې د عمومي ټاکنو له امله سویلي افریقا کې ترسره شوی.

تمه کیږي، چې په آی پي ایل سیالیو کې د لوبېدونکو لوبډلو لوبغاړي تر سیالیو یوه میاشت مخکې متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي.
د نړیوال جام او اسیا جام راوروسته اوس د ټولو کرکټرانو او مینوالو سترګې IPL ته دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.