د افغانستان کرکټ بورډ کې د دغې ادارې او ملي راډیو ټلویزون ترمنځ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو د خپرولو قرارداد لاسلیک شو چې پر بنسټ به یې ملي راډیو ټلویزون د روان کال د سپټمبر له ۱۳مې تر ۲۵مې نېټې پورې د شپږیزه کرکټ لیګ د اووم پړاو ټولې سیالۍ په ژوندۍ بڼه خپرې کړي.
کرکټ بورډ شیبه وړاندې یوه خبرپاڼه کې ویلي په دغو مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ او ملي راډیو ټلویزیون یو شمېر مسوولینو ګډون درلود چې په ترڅ کې یې د افغانستان کرکټ بورډ په استازیتوب لطف الله ستانکزي او د ملي راډیو ټلویزیون په استازیتوب همت الله نیازمند یاد قرارداد لاسلیک کړ.
د کرکټ اجراییوي رییس لطف الله ستانکزي په دغه ناسته کې وویل:
«ډېر خوشحاله یم چې نن یو ځل بیا د دوه ملي ادارو ترمنځ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو د خپرولو په موخه قرارداد لاسلیک کېږي، زموږ لومړیتوب هم هېوادوالو ته په ښه توګه د لوبو خپرول دي، ترڅو د شپږیزې له لوبو ډېر خوند واخلي.»
سیالۍ په ښه توګه خپروو
د افغانستان د ملي تلویزیون استازي همت الله نیازمند هم پر دې خوښي څرګنده کړې چې له کرکټ بورډ سره د شپږیزې کرکټ لیګ د اووم پړاو سیالیو خپرولو په موخه یې قرارداد لاسلیک کړ.
هغه ویلي:
«ملي راډیو ټلویزیون ډېره هڅه کوي، ترڅو ټولې سیالۍ په ډېره ښه توګه خپرې کړي او د تېر کال په پرتله پکې لا ډېر غوره بدلونونه رامنځته کړي او ټول هغه معیارونه بشپړ کړو چې هېوادوال یې راڅخه توقع او هیله لري.»
کرکټ بورډ ویلي چې د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو سیالۍ به په ډېره ښه توګه د روان زېږدیز کال د سپټمبر په ۱۳مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام ومومي.
د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون په دې وروستیو کې د ښو بدلونونو شاهد دی، خو خلک اوس هم غوښتنه کوي چې د ملي تلویزیون پر ټولو معیارونو دې پام وشي، څارنه دې وشي او د یوې پياوړې او کره رسنۍ په توګه دې ترې رښتیني ملاتړ وشي.