له بحران سره د مقابلې څرنګوالی زده کړئ

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

بحران داسې یو امر دی چې په ژوند کې له ورسره هر سړی مخامخ کېږي. فقط وخت یې مشخص نه دی، که څومره مو ژوند آرامه وي او سوکالي ولرئ، حتماً په خپل ژوند کې له بحران سره مخامخ کېږي او دا بحران ستاسو په ژوند اغېز لري. د موفقه کسانو له خاصیتونو څخه یو دا دی چې له ستونزو سره له مخامخ کېدو څخه نه وېرېږي او هر څومره چې له ستونزو سره مخامخ شي هغومره پیاوړي کېږي.
باید له بحران سره د مقابلې لپاره یو پلان ولرئ، چې داسې په دستورالعمل کې خوندي وي، چې کله اوضاع له اختیاره ووځي، دقیقاً پوه شئ چې څه باید وکړئ.

  • مخکې له دې څخه چې کوم بحران رامنځته شي، چمتو اووسئ. هغه څه چې د بحران د وقوع پر مهال اساسي اهمیت لري دا دی چې له هغه سره د مقابلې لپاره چمتو اوسئ.

  • خپل سکون حفظ کړئ. صرف نظر له دې څخه چې د بحران پر مهال څه احساس لرئ، باید خپل ځان آرامه وساتئ. خپل ځان کنټرول کړئ، که اړین وي د ژور نفس ایستل تمرین کړئ، ځکه چې د ژور نفس ایستلو په واسطه ډېر آکسیجن مغز ته رسېږي او کولای شئ چې لا ډېر ښه فکر وکړئ او ښه تصمیم ونیسئ.

  • د خطر احتمال له منځه یوسئ. د دې کار لپاره ممکن اړین وي چې خپله له پولیسو سره اړیکه ونیسئ، خطرناک څیزونه له لاسرسي څخه لرې کړئ. له ځینو خلکو سره اړیکې مه ټینګوئ او ځان له خطرناکه (جسمي او رواني خطر) اشخاصو ځایونو څخه لرې وساتئ.

  • زیار وباسئ چې ستونزه حل کړئ او له نورو کسانو سره کار ونه لرئ. یو له قوي وسایلو څخه، چې د بحران د کنټرول لپاره یې په لاس کې لرئ، دا دی چې د ستونزو د لرې کولو لپاره هڅه وکړئ او له چا سره کار ونه لرئ. هېڅکله د بحران د وقوع پر مهال په خپله کورنۍ او نورو کسانو مه غوسه کېږئ.

  • فاصله ختمه کړئ. کله چې بحران رامنځته شي، اشخاص او افراد یو د بل شا خالي کوي او یو بل تر انتقاد لاندې راولي، په داسې شرایطو کې اړیکې پر ځای درېږي او د اړیکو تخریب پیلېږي. هېڅکله د بحران د وقوع پر مهال یو بل ته شا مه اړوئ، پر ځای یې فاصله له منځه یوسئ او یو له بله حمایت وکړئ او دا مو په نظر کې وي چې ستاسو اړیکې له دې څخه ډېر ارزښت لري چې تاسو یې په انتقاد کولو په خطر کې واچوئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.