لیکنه: محمد عزیز پردیس
په دې وروستیو کې د پاکستان له لورې هڅه کیږي چې له افغانستان سره یې ترینګلې اړیکې بېرته ښې شي چې کابل ته د شاهد خاقان عباسي یو ورځنی سفر یې ښه بیلګه ده.
له شک پرته چې په افغانستان کې هرکله چې د سولې د ټینګښت مسله یادیږي ورسره جوخت د پاکستان د رول او اغیز په اړه هم ویل کیږي او په رښتیا هم په افغان سوله کې د پاکستان له رول څخه سترګې نه شي پټېدای اما اساسي پوښتنه دا ده چې پاکستان غواړي په افغانستان کې سوله ټینګه شي ځواب یې هو دی خو خپل شرایط لري.
ښايي په دې مسلې ټول پوه وي چې د پاکستان وجود ددغه هېواد د پیاوړي استخباراتي ادارې او پوځ له برکته دی کنه د تجزیې لپاره یې بیخي ډېرعوامل شته چې هغه جلا بحث دی.
په پاکستان کې د هو او نه خبره ددغه هېواد پوځ کوي او پوځ ته یې تر هر څه وړاندې ان له اسلام څخه هم وړاندې پاکستان په لومړیتوب کې ځای لري.
د پاکستان د پوځي اسټبشلمنټ ستراتیژیک عمق دا دی چې که افغانستان پر خپلو پښو دریږي او هغه هم په داسې شرایطو کې چې مطلق افغانان یې پر وړاندې منفي ذهنیت لري، نو دا به د پاکستان پر وړاندې د زنګ خطر او د کړاونو پیلامه وي.
په افغانستان کې د پاکستان پوځي اسټبشلمنټ لوی شرط چې په افغانستان کې داسې یوه حکومت رامنځته شي، که حد اقل د دوی تر اثر لاندې نه وي، د هند پر وړاندې یې خو نیت ښه نه وي.
خو زه فکر کوم چې پاکستان نوره لوبه بایللې ځکه هغه حکومتونه چې لږ هم ولسواک وي هیڅکله د ولس د ارادي خلاف مخ ته نه شي تللی که ځي هم هغه به د پاکستان په څېر وي چې پښتانه او بلوڅان یې د تجزیې لپاره شیبې شماري او ورځ تر بلې پر وړاندې د نفرت څپې مخ پر خورېدو دي.
مخکې مې وویل چې پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي خو د هغه قیمت په مقابل کې چې وړاندې مو یې په اړه وضاحت ورکړ ،خو افغانان به هیڅکله ددغه قمیت ورکړې ته اماده نه شي.
لکه څنګه چې پوهیږۍ په اوسنیو شرایطو کې د هرې ورځې په تېریدو نړۍ د نړیوالتوب پر لورې ګړندي ګامونه اخلي، نو د هېوادونو شر او خوښي نیغ په نیغه په یو بل اغیز کوي چې دلته مسولیت ټولو او په خاصه توګه هغه هېوادونو ته ورګرځي چې په نړیوال سیاست کې د نورو د برخلیک په حق کې پریکړې خپل حق بولي.
تر هغې چې د امریکا متحده ایالات په سیمه کې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د پاکستان بدیل پیدا نه کړي، نو د پاکستان پوځي اسټبلشمنټ به له افغانستان سره د پیشو او موږک لوبه روانه وساتي.