ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري
کله مو تر کابو نیم کیلومټر لوړې ودانۍ څخه د نړۍ ننداره کړې ده؟ او یا تر نیم کیلومټر لوړو ودانیو ته پورته شوي یاستئ؟ يقین لرو چې ډېر لوستونکي به مو د نړۍ اسمانڅکو ودانیو لیدو ته ورغلي وي او نور به د نړۍ دنګو ودانیو د نندارې هیله او ارمان لري.
هو! نن سبا، اسمانڅکې ودانۍ د ښاري ښکلا برخه ګرځېدلې ده او هېوادونه هڅه کوي چې خپل ښارونه په اسمانڅکو ودانیو ښکلي کړي تر څو سیلانیان جذب کړي او په دې توګه له اقتصادي پلوه ګټه و کړي، له بل لوري هېوادونه د یو ډول ځواک ښودنه هم کوي، او د لوړو ودانیو په جوړولو کې ځينې هېوادونه له ځينو نورو سره سیالي کوي.
په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د نړیوال سوداګریز مرکزCenter One World Trade په نامه د نړۍ یوه زړه راښکونکې اسمانڅکه چې کولای شي تاسو ته د الوتونکي احساس درکړي، در و پېژنو.
د دغې ښکلې ودانۍ په تړاو مالومات تر پایه و لولئ!
کله چې د نړۍ ټول هېوادونو په ځانګړي ډول چین لوړې ودانۍ جوړې کړې او ودانیو یې د اسمان سینه څېرې کړه نو نيويارک ښار هم چې د اسمانڅکو ودانیو درلودو له امله پېژندل شوی او نامتو ښار دی، ډېرې لوړې ودانۍ جوړې او د نړۍ ټولو سیلانیانو نندارې ته یې وړاندې کړې.
کله چې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سیپټمبر په ۹مه په نړیوال سوداګریز مرکز برید و شو او د نړیوال سوداګریز مرکز غبرګې ودانۍ پکې له منځه لاړې نو په نیویارک ښار کې انجنیرانو او معمارانو پرېکړه و کړه چې د ون نړیوال سوداګریز مرکزOne World Trade Center لوړه ودانۍ جوړه کړي او د نړیوالو نندارې ته یې وړاندې کړي.
دغې ودانۍ ته د ازادۍ څلی Freedom Tower او One WTC هم وايي، د یادونې وړ ده چې ون نړیوال سوداګریز مرکزCenter One World Trade په نیویارک ښار کې د نړیوال سوداګریز مرکز د غبرګلونو ودانیو یاد څلی دی چې د سیپټمبر د یوولسمې په پېښه کې له منځه لاړل.
ون نړیوال سوداګریز مرکزOne World Trade Center د نیویارک ښار په کوز مینهټڼ کې د مینهټن او بروکلین پلونو سره سم په (نیم کره غربي) کې د ون نړیوال سوداګریز مرکزCenter One World Trade لیدل کېږي.
یاده ودانۍ جاپاني-امریکايي معمار مینورو یاماساکي Minoru Yamasaki ډيزاین کړې ده او ون نړیوال سوداګریز مرکز ودانۍ ۵۴۱.۳ متره لوړوالی، ۱۰۴ لري، د نړۍ په کچه شپږمه لوړه ودانۍ او د امریکې په متحده ایالتونو کې تر ټولو لوړه ودانۍ ده او رغنیزې چارې یې ۲۰۱۴ کال کې پای ته ورسېدې او اته کاله د دغې ودانۍ په جوړېدو لګېدلي دي.
که ون نړیوال سوداګریز مرکز Center One World Trade اسمانڅکې ته ځیر شئ و به وینئ چې د شاوخوا ودانیو څخه ډېر زیاته ځلا او ښکلا لري
، دا ځکه چې دغه ودانۍ د مقاومت د څلي په توګه جوړه شوې ده. د ون اسمانڅکې ودانۍ یوه ځانګړی او حیرانونکی ټکی دا دی چې د دغې ودانۍ طراح او یا معمار هڅه کړې چې دغه ودانۍ ۱,۷۷۶ فوټو په لوړوالي سره جوړه کړي، چې دغه شمېره ۱۷۷۶ د امریکا د ازادی له تړون سره سمون لري.