د هندوستان په کرکټ بورډ کې یو شمېر سرچینو نړیوالو رسنیو ته ویلې، چې هند کرکټ بورډ خپلو لوبغاړو ته یو تمریناتي کمپ د هند په ځای متحده عربي آماراتو کې ترتیبوي.
سرچینو ویلې، که هند کې کورونا ویروس همداسې مخ په پراخېدو روان وي، نو دوی اړ دي، چې لوبغاړو ته تمریناتي کمپ په متحده عربې آماراتو کې ترسره کړي.
خو یادو سرچینو زیاته کړې د دوی لومړیتوب خپله هند هیواد دی.
ددې ترڅنګ داسې راپورنه ورکول کیږي، چې د هند کورنۍ تجارتي سیالۍ «IPL» به هم د هند په ځای متحده عربي اماراتو او یا هم سریلانکا کې ترسره شي، خو په متحده عربي آماراتو کې یې د ترسره کېدو چانس زیات دی.
څو ورځې وړاندې د هند کرکټ بورډ رییس سوراو ګنګولي په خپلو خبرو کې وویل، چې د آی پي ایل سیالیو لپاره لومړیتوب هند هیواد دی، خو که اړتیا شي او کورونا ویروس همداسي د پراختیا په حال کي وي نو اړ دي چې بهر کې یې ترسره کړي.
ددې ترڅنګ هغه ویلې وه، چې د هند دا سیالۍ یوازې هند ته نه؛ بلکې ټولۍ نړۍ ته ګټورې دي.
د هند دا تجارتي سیالۍ د روان ۲۰۲۰م په مارچ میاشت کې د هند په کوربتوب پيلیدې، خو د کورونا ویروس له امله لا هم ځنډېدلې دي.
اوس باوري راپورونه وايي، چې دا سیالۍ د روان په کال په وروستیو میاشتو کې د هند په ځای متحده عربي آماراتو او یا هم سریلانکا کې ترسره کیږي.
متحده عربي آماراتو او سریلانکا وار له مخې د آی پي ایل کوربتوب ته زړه ښه کړی.
د آی پي ایل په ۱۳م پړاو سیالیو کې درې افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب ځدران اخیستل شوي دي.
محمدنبي او راشدخان ارمان سنرایزر حیدرآباد سره او مجیب بیا د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره شتون لري.