خبريال: مدثر دعوت
بلجيم کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وېروس له کبله هيڅوک ندی مړ سوی.
د مارچ مياشتي را وروسته دا لومړی ځل دی چې بلجيم هيواد د کرونا وېروس له کبله د مړيني راپور ندی ورکړی، پداسي حال کې چې ياد هيواد د کرونا وېروس په پيل کې د مړيني په کچه کې د نړۍ تر بل هر هيواد مخکې وو.
د مارچ او اپريل په مياشتو کې اکثريت اروپايي هيوادونه سخت وځپل سوه خو بلجيم د چټکو اقداماتو په پلي کولو سره وکولای سوه چې انتانات کم کړي.
د بلجيم د ملي عامې روغتيا انيستېتوت د راپور له مخې په بلجيم کې ۹۷۸۷ کسان د کرونا وېروس له کبله وژل سوي.
ددې هيواد ټول نفوس ۱۱.۵ ميليونه دی چې د هر ميليون څخه ۸۵۰ کسان مړه سويدي.
د اپريل په ۱۲مه پدې هيواد کې د مرګ ورځنۍ شمېره ۳۴۳ وه.
نن د بلجيم حکومت غونډه کوي ترڅو يوې پايلي ته ورسېږي چې ايا د سېنماګانو او موزيمونو پرانيستلو ته اجازه ورکړي که نه.