هلمندي بڼوالو ته د افتونو او ناروغیو د مخنیوي لارې چارې ور زده کیږي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

راپور: بشر درویش
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت بڼوالو ته په فني ډول د انګورو بڼونو د ناروغیو او افتونو د مخنیوي لارې چارې په عملي او نظري ډول ور ښیي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، په دې روزنیزه برنامه کې، بڼوالو ته د سپېرغوږې یا خاکسترک، قرغنه، شیري او نورو ناروغیو او دغه راز د حشراتو د مخنیوي په هکله هر اړخیزې زده کړې ورکول کیږي.

ښاغلی الکو وویل:

«ددې ترڅنګ د وقايوي او ترکيبي درملو، يوريا سپري، ژمني غوړيو، لايم سلفر اونورو ترکیبي او وقايوي درملو دجوړول او استعمالولو وختونه بڼوالو ته ښودل کیږي.»

د پروګرام هدف


د افغانستان د کرنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې د یاد ولایت د کرنې رییس له قوله ویلي، چې ددې روزنیز پرورګرام موخه د انګورو بڼونو د ناروغیو او افتونو مخنیوی او د کیفیت او کمیت له پلوه د یادو بڼونو د حاصلاتو ښه کول دي.
د هلمند دکرنې ریاست فني او مسلکي کارکوونکي هلې ځلې کوی، چې ددې ولایت دودیز کرکېلي ته پرمختللي او عصري بڼه ورکړي.