د پاکستان د کرکټ ملي لوبډله په راتلونکې مۍ میاشت کې د انګلستان او ایرلینډ سفر لپاره تیاری نیسي، چې ورڅخه وړاندې یې لیګ بریکر بالر یاسر شاه د لاسه ورکړ.
د کرک انفو نړیوالې ویب پاڼې او پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې پاکستانی یاسر شاه د پاکستان د کورني کرکټ پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د لوبیدو وروسته ټپي شوی دی.
نوموړی د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره ولوبید، خو لوبډله یې په لمړي راونډ کې د لیګ سیالیو څخه بهر شوه او له هغې وروسته د پاکستان صوابۍ کې په یو محلي کرکټ ټورنمنټ کې را څرګند شوی و، چې ښآیي په همدغه لوبه کې یې په پښه کې درد پیدا شوی وي.
ویل کیږي، چې یاسر شاه ته د ۱۰ اونیو لپاره د کرکټ څخه ارام ورکړل شوی دی، چې لمړۍ ۴ اونیو کې به ارام کوي او په ورپسې ۶ اونیو کې به د درملنې لاندې وي.
د پاکستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې اوس د انګستان او ایرلینډ سفر ۳ ټیسټ لوبو لپاره شاداب خان او کاشف باټي غوره کړي دي.
پاکستان د ایرلینډ سره یوه، خو د انګلینډۍ لوبډلې سره په راتلونکې مۍ میاشت کې دوه ټیسټ لوبې لري، چې د مۍ په ۱۱ مه نیټه به د ایرلینډ سره د سیالۍ ډګر ته وځي، خو د انګلستان خلاف به لمړني ټیسټ لوبه د همدغه مۍ میاشتې په ۲۴ مه نیټه او دویمه ټیسټ لوبه به د جون میاشتې په لمړۍ نیټې سره پیل کړي.
د یادونې وړ ده، چې پاکستانۍ لوبډله به نه یوازې په دغه سفر کې یوازې د انګلستان او ایرلینډ خلاف سیالۍ ترسره کړي؛ بلکې د سکاټلینډ پر وړاندې به دوه ۲۰ اوریزه لوبې هم وکړي، چې د جون میاشتې په ۱۲ مه او ۱۳ مه نیټو سره به ترسره شي.