یاران سپورټ
د پاکستان کرکټ بورډ مشر احسان مانی وایي، چې د هندوستان او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ دوه اړخیزه لوبلړۍ خورا ګټوره ده او دا چاره به د نړۍ کرکټ روح ستره ګټه ورسوي.
هغه ویلي چې لوبې ممکنې دي، خو د حکومتونو پالیسیو ناممکنې کړي دي.
پاکستان او هندوستان له ۲۰۱۲م څخه را پدېخوا دوه اړخیزه لوبلړۍ نه ده ترسره کړې او ۲۰۱۲ م کال کې پاکستان له هندوستان څخه په هندوستان کې د پنځه یو ورځنیو لوبو لړۍ درې د دوه پر وړاندې وګټله.
د دواړو هېوادونو کرکټ لوبډلې یواځې د اسیا جام او نړیوالو جامونو پرمهال سره مخ کېږي او یو د بل پر وړاندې لوبېږي.
د پاکستان او هندوستان لوبې له خورا جوش او جذبې څخه ډکې وي او ننداره کوونکي یې لیدلو ته زیات لېواله وي.
ځکه د هېوادونو سیاسي کړکېچ کرکټ ته هم مخه کړې ده.
احسان مانی وايي، د پاکستان او هندوستان لوبه د نړۍ په کچه ډېر مینه وال لري؛ خو د هندوستان د حکومت د پالیسۍ له وجې لوبې نشته.
احسان مانی زیاتوي:
“دا نړیوال کرکټ ته صحت ورکوي او زمونږ پلان دا دی، جې مونږ د هندوستان خلاف لوبو پرانیسته نه ده کړې.“
د پاکستان او هندوستان د لوبو ریکارډ
دواړو لوبډلو ۵۹ ټېسټ لوبې کړي، چې ۹ هند او ۱۲ پاکستان ګتلي او ۳۸ مساوي شوي دي.
دواړو لوبډلو ۱۳۲ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۵۵ هند ګټلي او ۷۳ پاکستان ګټلي دي او ۴ لوبې یې مساوي شوي دي.
۸ یې شل اوریزې لوبې کړي، چې ۶ هندوستان ګټلي او دوه پاکستان.
ټولو ۱۹۹ لوبوکې ۷۰ هندوستان ګټلي، ۸۶ پاکستان او ۴۳ لوبې مساوي شوي دي.
د نړیوالو جامونو ۷ لوبوکې پاکستان او هندوستان مخ شوي، چې ۷ واړه لوبې هند ګټلي دي.
قهرمانۍ جام یا چمپیئن ټرافي ۲ لوبې هند او ۳ لوبې پاکستان ګټلي دي.