تر ۷ کلن ځنډ وروسته د بست تصدۍ فابريکه فعاله سوه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

خبريال: مدثر دعوت
تر ۷ کلونو ځند وروسته د بست د تصدۍ فابريکه فعاله او د پنبې د پروسيس بهير پيل سو.
مسولين وايي چې د هلمند د بست تصدۍ فابريکې لپاره به سږکال ۴۰۰۰ ټنه پنبه د بزګرانو او کروندګرو څخه رانيول سي.
د هلمند والي جنرال ياسين خان چې ددې فابريکې د بيا پرانيستلو په مراسمو کې ګډون درلودی رسنيو ته وويل چې زرګونو کروندګرو او تر ۳۰۰ ډېرو کسانو ته به د کار زمينه برابره سي.
fb img 15946543066896789303810262960540 تر ۷ کلن ځنډ وروسته د بست تصدۍ فابريکه فعاله سوه
ياسين خان وويل: ” له دوامداره هڅو وروسته وتوانیدلو چي د افغانستان د جلالتماب ولسمشر په ځانګړې پاملرنه بُست تصدۍ فابریکې ته ۲۰۰ میلونه افغانۍ منظور کړو چې ۱۵۰ میلونه بُست تصدۍ ته رسېدلي او د ۵۰ میلیونه د انتقال چارې روانې دي چي په دې سره به د زرګونه کروندګرو ترڅنګ دلته ګڼو نورو خلکو ته د کار زمینه برابره شي“.
fb img 15946543376637921224655409235139 تر ۷ کلن ځنډ وروسته د بست تصدۍ فابريکه فعاله سوه
نوموړي دا هم وويله چې سږکال به د يادې فابريکې لپاره ۴۰۰۰ ټنه پنبه رانيول سي چې تر اوسه يې ۸۰۰ ټنه پېرل سوې ده.
fb img 15946543321596914226044340532461 1 تر ۷ کلن ځنډ وروسته د بست تصدۍ فابريکه فعاله سوه
سږکال چې په هلمند کې تر ۶۲زره هکتاره ډېره ځمکه په پنبې کرل سوې،د یاسين خان په خبره د پنبې تر پروسيس وروسته به مالوچ ، غوړي ، صابون ، کنجاره او پوستک تولید کړي.
fb img 15946543177048800691993833457679 1 تر ۷ کلن ځنډ وروسته د بست تصدۍ فابريکه فعاله سوه
د بست د تصدۍ مسولين وايي چې ددې فابريکې د بيا پرانيستل کېدو وړاندي د هلمند پنبه کندهار،کابل، هرات او پاکستان ته د پروسيس لپاره وړل کېده چې تر دې وروسته به په هلمند کې پروسيس کېږي.