یاران سپورټ
ویسټ انډیز اوس تقریباً ځوانه لوبډله برابره کړې، چې کرېس ګېل، براوو، پولارډ، سمیولس، نرېن او نور لوبغاړي په ټېسټ لوبو کې نشته. که څه زاړه او تجربهکاره لوبغاړي نشته، خو د لوبډلې پایله بالکل مثبته وه.
د ویسټ انډیز کرکټ لوبډله کې، شېنن ګېبرېئل او شمارا بروکس یوازې ۳۲ او ۳۱ کلن دي، جېسن هولډر، جان کمپبېل، شی هوپ، جېرمېن بلېک ووډ، الزاري جوسیف او شېن ډورېچ ټول هغه لوبغاړي دي، چې له ۲۹ کلنۍ څخه یې عمرونه ښکته دي.
دې ځوانې لوبډلې وکولای شول، د نړۍ یوه غوره ټېسټ کرکټ لوبډله په لومړۍ لوبه کې په خپل کور کې یعنې انګلستان کې مات کړي.
دا د دې څرګندونه کوي، چې دا ځوان لوبغاړي ښه وړتیا او پوره انرژي لري، چې ننګونې ور ارزوي او لکه د غره په څېر محکم ودرېږي او مثبته لوبه نندارې ته وړاندې کړي.
د انګلستان توپوهنه او د ویسټ انډیز د توپ اچونې ښکار
انګلستان ونشو کولای چې په ټېسټ لوبه کې له لومړي سره یو ښه پېل وکړي، دې لوبډلې خپل ټول لوبغاړي په ۲۰۴ منډو له لاسه ورکړل، چې یوازې لوبډلمشر بېن سټوکس پکې ۴۳ منډې کړې وې.
د ټېسټ لوبې لومړۍ پاڼۍ کې باید لوبډله له ۳۰۰ کمې منډې ونه کړي او که له ۳۰۰ منډې کمې وي، بیا نو لوبډله له ناکامۍ سره مخ کېدای شي.
د ویسټ انډیز لوبډلمشر جېسن هولډر بهترینه توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه، په ۲۰ اورونوکې یې ۴۶ منډې ورکړې ۶ وېکټې یې واخیستې او ۶ اورونه یې مېډن کړل.
ورسره شېنن ګېبرېیل ورسره توپ اچونه کې ښه ملتیا وکړه، ۴ لوبغاړي یې لومړۍ پاڼۍ کې وسوځول.
د ویسټ انډیز لپاره په توپوهنه کې پېلوونکو لوبغاړو محکموالی وښود، دواړو ښې منډې وکړې، کرېګ برېتوېټ ۶۵ او جان کمپبېل ۲۸ منډې وکړې.
ورسره منځنۍ برخه کې شېن ډورېچ ۶۱ منډې جوړې کړې، چې دې سره ویسټ انډیز خپلې منډې تر ۳۱۸ پورې ورسولې.
ویسټ انډیز په انګلستان ۱۱۴ منډې ور زیاتې کړې او لومړۍ پاڼۍ کې یې لیډ ورکړ.
انګلستان خپله دویمه پاڼۍ توپ وهنه کې که څه هم ۳۱۳ منډې وکړې؛ خو دوی له ویسټ انډیز څخه ۱۱۴ منډې قرضداره و.
د لوبې په پنځمه ورځ انګلستان خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ویسټ انډیز ته یې ۲۰۰ منډې هدف ورکړ.
ویسټ انډیز دغه هدف د ځوان لوبغاړي جېرمېن بلېک ووډ د ۹۵ منډو په مرسته پوره کړ او انګلستان په ۴ وېکټو په خپل کورکې مات کړ. نو ویلی شو، چې ویسټ انډیز په خپله لوبډله باور کړی، ځوان لوبغاړي یې د وړتیا پر بنسټ راخیستي او اوس یې پایله هم مثبته ده.
له لومړۍ بریا وروسته د ویسټ انډیز ګټه
لومړي سر کې دوه نومرې واخیستې او رېنکېنګ یا درجه بندۍ کې پرې مثبت اغېز لري.
دویم د لوبغاړو مُرال ورسره لوړ شو، کولای چې دویمه لوبه کې ډاډه ولوبېږي او انګلستان په دویمه لوبه کې هم له ماتې سره مخ کړي.
د لوبغاړو حوصله د ویسټ انډیز لپاره د دې سبب شوه، چې دوه یا درې لوبغاړي یې په وېکټ ډېر ودرېږي او لوبه وګټي.
بل پلو د انګلستان لوبډله کې هم مورګن، جېسن رای، جاني بېرسټو، جو روټ او نور مشران لوبغاړي نشته؛ نو ځکه ویسټ انډیز په اسانۍ بریالی شو.